IQNA

په هند کښې د بابري جومات په حکم د لسګونو نیوکه کوونکو نیول

10:01 - November 13, 2019
د خبر لمبر: 3482498
نړیواله ډله: د هند د عالي عدالت د بابري جومات په اړه حکم باندې په لسګونو نیوکه کوونکې د هند پولیسو نیولي دي.
د ایکنا راپور له مخې، له جکارتا پوسټ نه په نقل، د هند پولیسو په لسګونه کسان چې د بابري جومات په اړه د هند د عدالت د حکم په خلاف یی په ټولنیزه رسنیو کښې نیوکه کړې وه نیولي دي.
د هند پولیس ادعا لري چې دغه کسانو په فیس بک، ټویټر او یوټیوب کښې د ټولني نظم د خرابولو پوسټ خپور کړي و.
د هند د پولیسو په بیانیه کښې راغلي چې د دې موضوع په اړه یي تقریبا ۷۷ کسان د اوتارپرادیش په ولایت کښې نیولي دي.
په دغه بیانیه کښې زیاته کړي: چارواکو هم د دغه راپورونو او پوسټونو په اړه د ټولنیزه رسنیو مسولانو ته خبر ورکړي چې د دغه مطلبونو چې تقریبا د دې مطلب ۸ زره او ۲۷۰ پوسټونه له دغه رسنیو نه حذف کولو اقدام وکړي. پر دې سر بېره اته کسان یي د مادیاپرادیش له ولایت نه هم نیولي دي.
د هند د سایبري جرمونو پولیس د ټولنیزه رسنیو له محتوا نه د تحلیل پروګرام نه استفادې سره دغه کسانو څارنه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/3856198
captcha