د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، د خبرو افغان سرچینو له قوله راپور راکړ د افغانستان د انتخاباتو دخپلواکۍ کمیشن مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل ،دا پرېکړه ئې له د رایو د بیرته شمیرنې پر بهیر د اعتراض کونکو ډلو سره له موافقې وروسته کړې ده.میرمن نورستانۍ ویلی، د ټاکنو خپلواک کمېشن دټولو کاندیدانو له استازو سره له دوه ځله خبرواترو او بحثونو وروسته دغه فیصله کړی او پر درستو سیاسی ډلو ټپلو ئې غږ کړی ، چې په دې زمینې کې دې ورسره مرسته وکړی .
وئیل کیږی د افغانستان په شلو ولایتونو کې د رایو بیرته شمیرنې ترسره شوی او نورووولایتونو کې دغه بهیر له ستونزو سره مخ دی ، چې بلاخره دلته به هم زر دغه بهیر پیل شی . حوا علم نورستانی ویلی دی ، د ۲۶۲ انتخاباتی مرکزونو ۱۳۹۴۹ رایې به چې د بایومیټریک معلوماتو پر اساس خو د رایې د ورکولو لپاره له ځانګړی وخته بهر ثبت شوی،وڅېړی اوکه ثابت شوه چې درغلۍ شوی ،نو دغه رای به بې باوره اعلان کړی.
دافغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن مشرې ټینګار کړی، یوازې د بایومیټریک معلوماتو پر اساس ثبت شوې رایې ته اعتبار ورکوی البته د هغو افغانانو رائ هم باید ضایع نه شی چې د تلې یا میزان په شپږمه یې په سختو شرایطو کې رای ورکړی .
حوا علم نورستانی: د ټاکنوخپلواک کمېسون هڅه کوی چې دجمهوری ریاست د ټاکنو ابتدایی پایلې په شفاف ډول او په تر ټولو نږدې ، ممکن فرصت کې اعلان کړی.
https://parstoday.com/ps