IQNA

د فرانس له صهیونیسټ رژیم د تیریو دفاع او په ایران نیوکه

8:51 - November 21, 2019
د خبر لمبر: 3482519
نړیواله ډله: د فرانس د بهرنیو چارو ویاند په سوریه د تل آویو د برید په ځواب کښې، د فرانس له اړخه د اسرائیلو امنیت نه ماتیدونکی ژمنتیا باندې ټینګار وکړ او له ایران نه یي غوښتنه وکړه چې ثبات لرونکی اقدام مه کوئ.
د ایکنا راپور له مخې، د farsnews ویبپاڼې نه په نقل، د فرانسې د خارجه وزارت ویاندې اګنس فن ډرمول (Agnès Von Der Mühll) په دغه خبری ناسته کښې ټینګار وکړ پاریس د صهیونیسټ رژیم امنیت ته ژمن دی.د فرانسې د باندنیو چارو وزارت ویاندې  په یوه (۱) خبری کانفرنس کښې د سوریې په پلازمینې دمشق باندې د اسرائیلو وروستی برید او د ایران او دسوریې دعسکرو په مرکزونو د حملې په هکله د دغه رژیم ادعاګانو ته په اشارې سره د اسرائیلو پلویتوب وکړ او په ایران یې نیوکه وکړه. د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو پرون سهار د لبنان له  فضا او د نیواکی جولان له  لوړو څخه د سوریې په پلازمینې دمشق توغندوی بریدونه وکړل  چې له کبله یې دوه (۲) عادی ښاریز ووژل شول او څو نور ژوبل شول .
اسرائیل تل  د ترهګرو ډلو د ملاتړ او  حمایت لپاره دسوریې په بیلابیلو سیمو بریدونه کوی .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مرستې سعودی عربستان ، امریکا ، فرانسه ، انګلستان ، ترکیه ،  متحده عربی امارات، کویت او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .
https://www.farsnews.com/world 

captcha