د ایکنا راپور له مخې، د
آناتولی نه په نقل، په ناروې کې یوې اسلام ضده ډلې (SIAN) د اسلامی سپیڅلتیاؤ په سپکاوی سره قرآن پاک ته اوور اچولی.
د دغه اقدام له وروسته، د پاکستان خارجه وزارت پرون په اسلام اباد کې د ناروې هیواد سفیر ددغه هیواد په یوه ښار کې د کلام ا.. مجید ته دسپکاوی په علت ورغوښتی او هغه ئې د پاکستان د ملت او حکومت سخت اعتراض سپارلی دی .دپاکستان خارجه وزارت پرون د ناروې د سفیر د ورغوښتلو په باب د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،دغه شان سپیر اقدام د پاکستانیانو پشمول په درستې نړۍ کې د یومیلیارډ او درې سوه میلیون مسلمانانو احساسات پارولی دی .په دغې اعلامیې کې همداراز راغلی دی ،د آزادۍ په نامه دغه شان اقدامات هیڅ کله هم د توجیه وړ نه دی او پاکستان له ناروې غوښتی څو د قرآن کریم سپکاوی کونکی دې دعدالت منګولو ته وسپاری . د پاکستان دغه اقدام له دې وروسته شوی ، چې په ناروې کې یوې اسلام ضده ډلې (SIAN) په همداوروستیو کې ددغه هیواد په کریسټین سنډ ښار کې د اسلام د ګران پیغمبر او د اسلامی سپیڅلتیاؤ په سپکاوی سره قرآن پاک ته اوور اچولی .
https://iqna.ir/fa/news/3859010