IQNA

د ټولنیزو رسنیو کارن په ناروی کې د قرآن له مدافع تعریف کوي

11:19 - November 24, 2019
د خبر لمبر: 3482530
نړیواله ډله: د ټولنیزو رسنیو کارن په وروستۍ اونۍ کښې د ناروی په کریسټین سنډ ښار کښې د یو افراطګر له اړخه د قرآن سپکاوی نه د دفاع کونکې تعریف کړی.

د ایکنا د راپور له مخې، ډیلې ټایمز نه په نقل، د ټولنیزه رسنیو مسلمانانو کارنانو له دغه کس نه چې د یو افراطګر له اړخه د قرآن کریم د سپکاوي مخنیوۍ ئې وکړ تعریف کړی.
په ناروې کې یوې اسلام ضده ډلې (SIAN)یو غړي په کریستیان ساند ښارکې د قرآن کریم د سوزولو اقدام کوي چې یو کس هغه ته ځان رسوې او هڅه کوې چې د دغه کار مخنیوۍ وکړې. په دغه وخت کښې د ناروی پولیس په دغه کس برید کوې او هغه مجبوره وې چې په ځمکه پریوزي په داسې حال کښې چې د قرآن کریم سپکاوي کونکې په ازاده د قرآن سپکاوی کوي.
په دې اړه خپره شوې ویډیو کښې، چې د ټولنیزه رسنیو په کارنو کښې تر ټولو زیاته لیدلي شوي او د هغې په اړه زیات بحثونه هم شوي یو کارن په خپل ټوئیټ کښې لیلکې: که مسلمانان یو شي نو هیڅ قدرت به هغې ته ماتې ور نکړي.
یو بل کارن لیلکي: په داسې حال کښې چې نور کسان تماشا کوي، دغه میړنۍ کس له باړونو راوړي او د قرآن کریم له نسخې دفاع کوې.
یو کس چې عبید علی نومیږي هم په خپل ټوئیټ کښې لیکلي: یوازې واقعي مسلمانان کولي شي له اسلام نه دفاع وکړي نه لیبرل او سکولار خلک. 
https://iqna.ir/fa/news/3858782/
captcha