IQNA

په پاکستان کښې د شیعه او سني له ۳۰ زیات مرکزونو قرآني سیالی

11:42 - November 24, 2019
د خبر لمبر: 3482531
نړیواله ډله: قرآني سیالی د حفظ او قرائت په دوو برخو کښې د پاکستان په کراچۍ ښار کښې له ۳۰ نه زیات شیعه او سني په قرآني مرکزونو کښې ترسره شوي.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامي اړیکو او کلتور سازمان نه په نقل، دا مقابلې د حفظ او قرائت په دوو برخو کښې د ۳۰ نه زیات د سني او شیعه مرکزونو په ګډون سره د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د ایران د کلتوري سازمان په همت ترسره شوي.
د سیالو د مقدماتي دوري له تیرو دوو میاشتو په قرآني مرکزونو کښې او نهايي برخه یي په کراچۍ کښې د ایران په کلتوري سازمان کښې له سلو حافظانو او قاریانو شتون سره ترسره شوه.
په کراچۍ کښې د ایران سرکنسول احمد محمدي، په خپله وینا کښې وویل: قرآن کریم د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د معجزې په عنوان، د مسلمانانو د ټولني د وحدت مهم عامل دی او د پاکستان د خلکو ترمینځه یو ځانګړې ځای لري.
هغه زیاته کړه: زه خوشحال یم چې د دې کال د وحدت په اونۍ کښې مونږ قرآني سیالۍ په کراچۍ کښې د شیعه او سني مرکزونو له ګډون سره ترسره کړي او دا سیالۍ د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او د اهلبیتو علیهم السلام د مینه والو ترمینځه خوښي شوي.
محمدي همدارنګه وویل: د دغه سیالو ګټونکې کسان به د ایران نړیواله قرآني سیالو ته معرفي کېږي.
د ایران د کلتوري سازمان مشر بهرام کیان هم په خپله وینا کښې وویل: د شعیه او سني ترمنیځه د وحدت کړنلار ته توجه سره د قرآني فعالیتونو اهمیت له کبله، په کراچۍ کښې د ایران په کلتوري سازمان کښې له اهل سنت قرآني مرکزونو ګډون سره با په پاکستان کښې قرآني شپي له نړیوالو قاریانو منجمله د ایران، مصر، اندونیزیا او مالیزیا شتون سره ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/3858984

captcha