IQNA

په کربلا کښې د ترهګرو د برید مخنیوی

8:59 - November 26, 2019
د خبر لمبر: 3482537
نړیواله ډله: د کربلا د ولایت د پولیسو قوماندان د کربلا ښار په مرکز کښې واقع د البلدیه په سیمه کښې چاودونکې مواد موندلو خبر ورکړ.

د ایکنا راپور له مخې، د العهد نیوز خبري آژانس نه په نقل، د کربلا ولایت د پولیسو قوماندان په یوه بیانیه کښې څرګند کړي: د کربلا د ښار په البلدیة سیمه کښې امنیتي ځواکونو د ګشت په وخت کښې، لاسي بمونه، له ۷ اوراخیستونکي بوتلونه سره د اړینو توکو چې دغه بوتلونه ته اور لګولو لپاره پکاریږي موندلي دي.
د کربلا د پولیسو قوماندان زیاته کړه: ګمارل شوي کسانو اراده لرله چې د ترهګرۍ له دغه اقدام سره، د عراق امنیتي ځواکونو ژوند په خطر کښې واچه وې، خو د الله په خوښه هغي په خپلو دغه شومو اقداماتو کښې ناکامه شول.
په دغه بیانیه کښې راغلې دې: د کربلا د پولیسو قوماندان له خپلو هموطنانو او لاریون کونکو غوښتنه کړې چې له امنیتي ځواکونو سره همکارۍ وکړي او د مشکوکو کسانو او توکو راپور ورکړئ چې د ولایت امنیت په خطر کې اچوي.
په دغه بیانیه کښې ټینګار شوي: د عراق امنیتي ځواکونو د ښاریزو او د خلکو د کمیټۍ له مرستو سره تل د سوله یز لاریون، د کربلا په سپېڅلي ښار کښې د امنیت او د مظاهرو کوونکو له صفونو څخه د ترهګریزو او ګمارل شوي کسانو لرې کولو لپاره هڅه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/3859384
captcha