IQNA

بخښنې نړیوال سازمان: افغان حکومت دي دوه بشري فعالان خوشي کړي

10:21 - November 27, 2019
د خبر لمبر: 3482543
نړیواله ډله: د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټر نېشنل وايي، افغان حکومت باید هغه دوه تنه بشري فعالان، چې په لوګر ولایت کې د ماشومانو د جنسي ځورونو په اړه راپور ورکړئ و خوشي کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا ویبپاڼې نه په نقل، دغه سازمان پرون دوشنبه د نومبر پر ۲۴مه د «لېندۍ پر۴مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د موسی محمودي او احسان الله حمیدي په نوم دغه دوه بشري فعالان د نومبر پر۲۱مه په داسې حال کې، چې غوښتل یې د اروپايي ټولنې له سفیر سره وګوري، په کابل ښار کې د ملي امنیت ریاست لخوا نیول شوي دي.
ګارډین ورځپاڼې روانه میاشت د یادو فعالانو له قوله راپور ورکړ، چې په لوګر ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او سیمه ییزو چارواکو څه باندې ۵۰۰ زده کوونکي جنسي ځورولي دي..
یاد راپور چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول، د افغانستان د پوهنې وزارت یې د سپیناوي په اړه د څېړنو خبر ورکړ.
د پوهنې وزارت په دې اړه تر درې ورځنیو څېړنو وروسته دغه راپور غلط و باله او د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د جنسي ځورونې په اړه یاد راپور تشه ادعا وبلله.
تر هغه وروسته خپله موسی محمودي هم له امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې د نوموړي له قوله خپور شوی راپور غلط تعبیر شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست لخوا د یادو کسانو د نیولو او له هغوی سره د یاد ریاست د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په خپره شوې اعلامیه کې د بخشنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې د مشرې سمیرا حمیدي له قوله راغلي:"د افغانستان استخباراتي اداره باید سمدستي دغه د بشري حقونو مدافعین خوشې کړي، پداسې حال کې چې د ملي امنیت ریاست په توقیف کې دي، دوی د شکنجې او نورو بد چلند سره مخ دي."
نوموړې ویلي، د دې پر ځای چې یاد کسان وستایل شي، نیول کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري فعالیتو د وضعیت په اړه اندېښنه هم څرګنده کړې وه.
بلخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په دې اړه د اندېښنې په ښودلو سره پر افغان حکومت غږ کړئ، چې یاد بشري فعالین خوشي کړي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست لا تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.https://www.avapress.com/ps/news
captcha