د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د زرګونوبسیجیانو په ټول کې د بسیج د اونۍ په مناسبت په مبارکۍ وئیلو سره او همداراز په تیرې یوې اونۍ کې د ایران د لوی ملت د پرتمین حرکت په قدرونې سره ټینګار کړی ، دایران ملت په دغه حرکت سره د دښمن پلان شوی او ډیره خطرناکه او پراخه دسیسه شنډه کړه .حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دغه راز وفرمائیل ؛ دښمنانو د وروستۍ دسیسې دپلانونې لپاره ډیر زیات لګښت کړی او د یوه داسې فرصت په انتظار کې ؤ څو په یوې موقعې کې ئې له ورانکارو ، وژونکو او شرارتی اقداماتو څخه په استفادې سره ترسره کړی او خیال ئې وکړ چې د پیټرولو قضیّه دهغوی د نظر وړ ده ا و خپل لښکر ئې ډګر ته وارد کړ، خو د ایران ملت په خپلې ولولناکې نندارې سره ، د دښمن دغه حرکت نابود کړ .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی،په زیاترو ښارونو کې د ایران د ملت عظیم حرکت ، د نړیوال استکبار او صهونزم په خولې یو مضبوط سوک ؤ او دوی ئې شاتګ ته اړ کړل .
حضرت آیت ا... ا لعظمی سید علی خامنه ای د سلطې نظام د ایران ددرستملت دښمن وبالۀ او روښانه ئې کړه ، بسیجی ځواک په هماغه دلیل چې د هیواد او ولس لپاره ډیر مهم دی ، ډیر زیات د دښمن له دسیسې اونفوذ سره مخامخ دی څو دغه ستر حرکت له داخله له مشکل سره مخ کړی ، خو البته بې شکه بسیج رضا کار ځواک به په دغې مبارزې او مقابلې کې بریالی شی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په وړاندې ګواښونو موضوع او دې ته چې ولې اسلامی نظام تل له ګواښونو سره مخامخ دی اشاره وکړه او وې فرمائیل ؛ اسلامی نظام له اسلامی اصولو او ارزښتونو راپورته شوی او اسلام هم د عدالت ، آزادۍ روښانه بیرغوال دی .
دوی همداراز په امریکا او اروپا او نورو هیوادونو کې له آزادۍ او عدالت سره د سلطې د نظام د ضدیّت د مثالونو په بیانولو سره وفرمائیل؛ د سلطې نظام تل د ملتونو له خپلواکۍ سره مقابله کړې او د هغو ئې سپکاوی کړی دی او په دې زمینې کې د خپل نیّت له ښودلو څخه هیڅ ډول شرم هم نه محسوس کوی او یا دا چې له اجازت پرته په عراق کې خپل پوځی مرکز ته واردیږی او د دغه هیواد حکومت اوپلازمینې ته هیڅ پام او پروا نه کوی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار کړی،په ایران کې د بسیج رضا کار ځواک په شان باعظمته او پراخه ټولګه او یا ئې په ځینو هیوادونو کې د هغو نوره مثالونه داسې چې،دغه شان ټولګې دسلطې د نظام د دښمنۍ له خطرې سره مخامخ دی ، هماغه ډول لکه چې په عراق کې له الحشد شعبی ولسی ځواک او په لبنان کې له حزب ا...ولسی غورځنګ سره مخالفت او مقابله کوی
https://parstoday.com/ps/news/iran-i86160