IQNA

د عراق بحران او د داعش د بيا راپېدا کولو امکان

22:02 - December 03, 2019
د خبر لمبر: 3482556
نړیواله ډله: په عراق کښې د پاتې داعشي عناصرو د خوزښتونو په زياتېدو سره د دغې ترهه ګرې ډلې د بيا راپېدا کولو په اړه خبردارۍ زياتې شوې دي.

د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، عراق هم هغه شان له ناامنۍ او تاوتريخوالي سره مخامخ دے؛يو داسې حالت چې کورنيو مخالفو عناصرو په دغه هېواد کښې د امريکائي، عربي او عبري محور په ملاتړ سره رامنځته کړ.يوه مهمه اندېښنه چې د عراق په باره کښې نن سبا موجوده ده، په دغه هېواد کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د بيا راپېدا کولو امکان دے، په داسې حال کښې چې د 2017 کال په دسمبر مياشت کښې په عراق کښې په داعش باندې کاميابي رامنځته شوې او د دغه هېواد د جغرافيائي تقسيم ګواښ ختم شوے ؤ.
په کلي توګه د داعش جوړېدل او قوت حاصلول په هدف ګرځولو هېوادونو کښې د سياسي بې قرارۍ او  د اجتماعي او اقتصادي زمينو د شتون نتيجه ده.
عراق په 2014 کال کښې د وزيراعظمۍ د پوسټ د حاصلولو لپاره د ډلو له سياسي لانجې سره مخامخ ؤ او په همدې حال کښې فقر، فساد او فرقه ايز تيريو په دغه هېواد کښې پټ او څرګند شتون لرۀ.
د عراق د حکومت په خلاف د سيمه ايزو او له سيمې نه د وراخوا  لوبغاړو خنډ اچونو او مشکلاتو شتون لرۀ. له دې امله داعش ترهه ګره ډله عراق ته ورننوته، د دغه هېواد دريمه برخه يې ونيوه او د څلورو کلونو په دوران کښې يې په دغه هېواد کښې بې مخينې جنايتونه ترسره کړل.
عراق د روان ميلادي کال په دې وروستيو مياشتو کښې له ناقرارۍ سره نه بلکه له ګڼو بحرانونو سره مخامخ دے. د خلقو اقتصادي ناراضګۍ په امنيتي او سياسي بحران بدلې شوې، موجوده حکومت د چارو په مخ بيايونکي داسې حکومت باندې چې د فېصلې کولو قوت نه لري بدل شوے او د نوي وزيراعظم د معرفي کولو لپاره د ډلو د ناکامۍ په صورت کښې د سياسي خلاء دوران ته د بيا ګرځېدو امکان موجود دے.
د بهرنيو مخالفانو خنډاچونې هم په عراق کښې د اقتدار د قانوني ادارو د تباه کېدو لپاره د هغوي په پلانونو بدلې شوې دي.
د داعش ترهه ګرې ډلې پاتې عناصر د عراق د سياسي نظام د بهرنيو مخالفانو په تېره بيا د امريکې، صهيونېسټ رژيم، سعودي او اماراتو لپاره  د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره خاص اهميت لري.
په همدې لړ کښې د عراق د عربو قبائلو د شورا مشر ثائر البياتي د وروستيو نااراميو په نتيجه کښې په ذي قار صوبه کښې له الناصريه مرکزي جېل څخه د شپږ زرو داعشي ترهه ګرو د تېښتې د امکان خبر ورکړ.
د داعش ترهه ګرې ډلې باقي پاتې عناصر چې  په عراق کښې د دوو وروستيو مياشتو د ځينو ورانکاريو او تاوتريخوالو سبب دي د تېر ايتوار په ورځ يې په دياله صوبه کښې يو لړ ترهه ګريز عمليات ترسره کړل چې په دغو عملياتو کښې  د الحشدالشعبي شپږ تنه ځواکونه شهيدان شول او د دغو ځواکونو د شل لېوا نومې ډلې قوماندان په شمول اولس تنه هم ژوبل شول.
دغه عمليات د دې خبرې ښودنه کوي چې په عراق کښې باقي پاتې داعشيان د بحران اصلي جوړونکي دي او له بلې خوا د دې خبرې يوه  نښه ده چې امکان لري چې داعشي ترهه ګر له نااراميو څخه په ګټې اوچتولو او د بعث غېرقانوني اعلان شوي ګوند په شمول د ځينو کورنيو عناصرو په مرستې سره د عراق له جېلونو په تښتېدو کښې کامياب شي.
دغو حالاتو ته په پام سره د عراق ولسي رضاکار ځواک تېره ورځ د دسمبر په دويمه نېټه د دې په اعلانولو سره چې داعشي ترهه ګرو د دغه هېواد په نېنوا، صلاح الدين، الانبار، دياله، کرکوک او د بغداد په خواوشا کښې يو لړ خوزښتونه شروع کړي دي په دغه هېواد کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د بيا راپېدا کولو د خطر په باره کښې خبردارے ورکړ.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i86304
captcha