د ایکنا راپور له مخې، د الغدیر نه په نقل، د عراق امنیتي ځواکونه د کرکوک ولایت په الجویجه ښار کښې د داعش مرستیال حامد شاکر سبع البدری په نیولو کښې بریالي شو.
د عراق د پوځي اډي اطلاعاتو مرکز په دې اړه وویل: شاکر البدری چې په ابوخلدون په نوم مشهور وو په داسې حال کښې چې د شعلان عبید په نوم جعلي شاخت یې درلود د آذار سیمې په یو کور کښې ونیول شو.
دغه ترهګر د داعش له لویو جنایتکارو نه و په اسپایکر جنایت کښې چې ویل کیږي په دغه جنایت کښې ۱۷۰۰ عراقي پوځيان وژلي شوي وو لاس لرلو.
ابوخلدون همداشان د داعش ترهګري ډلي د اطلاعاتو د دوتنې مسؤلیت هم درلود.
https://iqna.ir/fa/news/3861578/