IQNA

د ټول قرآن کریم په حفظ کولو کښې د سوریې د کډوالې ماشومې بریا

21:21 - December 07, 2019
د خبر لمبر: 3482568
نړیواله ډله: د سوریي یوې وړې ماشومې لطیفه احمد الطعمه په ترکیي کښې د کډوالی سختو او ستونزو پرته بیا هم په څلور نیم کلنه عمر کښې ټول قرآن کریم حفظ کړ.
د ایکنا راپور له مخې، د stepagency-sy.net ویبپاڼې نه به نقل، د سوریي ماشومه لطیفه احمد الطعمه له خپلې کورنۍ سره د سوریي د دیرالزور ولایت نه ترکيي ته راغلي وه او د دغه هیواد په سیرت ښار کښې مېشته شوي وه.
د دغه ماشومې پلار احمد ضیاء، په دې اړه وویل: کوم کسان چې لطیفه وینې حیرانیږي او د هغې ستاینه کوې. لطیفه له دو کلنۍ څخه د عم سپارې(دیرشمې سپارې) حفظ پيل کړې و او په څلورنیم کلنی کښې ټول قرآن حفظ کړو.
احمد ضیاء څرګنده کړه: زما ماشومې د قرآن کریم حفظ د فاتحه، الناس، الاخلاص او الفلق سورې حفظ کولو سره بيل کړی و او بیا یې المعارج سوره له انټرنټ نه حفظ کړې وه چې مونږ په حفظ کښې د هغې له استعداد څخه خبر شو او بیا یې په څلورنیم کلنی کښې ټول قرآن کریم حفظ کړو.
https://iqna.ir/fa/news/3862169
captcha