IQNA

د بشري حقوقو ډلو په میانمار د بندیزونو غوښتنه وکړه

22:36 - December 09, 2019
د خبر لمبر: 3482573
نړیواله ډله: په روهینګیا کښې د مسلمانانو د اقلیت ملاتړو بشري حقوقو فعالانو د لاهه نړیوال محکمې د اوریدنې په غونډه کښې، په میانمار د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، له رویترز په نقل، د میانمار رهبر، آنګ سان سو چی په تیره ورځ د لاهه محکمې په غونډه کښې د ګډون لپاره هلنډ ته راغللو.
دا محکمه د میانمار په خلاف د نومبر په میاشته کښې د ګامبیا په اړه د شکایت له مخې جوړه شوي وه.
د افریقا په غرب کښې د ګامبیا اسلامي هیواد د میانمار حکومت د روهینګیا مسلمانانو د نسل وژني په تور تورن کړی وو.
د روهینګیاو ازاده اتحادیه په یوه بیانیه کښې څرګنده کړې چې د یوه کمپاین په میانمار بندیزونه ولګوی د ۳۰ اردارو او د نړۍ د لسو هیوادونو په مرسته ترسره کړي. دغه اتحادیه له شرکتونو، بهرنیو پانګوالو او کلتوري ادارو غوښتنه وکړه چې له میانمار سره خپلي اړیکې پریکړي. دغه سازمان په میانمار کښې د بندیزونو لګولو هدف د دغه هیواد په پوځ او حکومت اقتصادي، کلتوري، ډپلومیټک او سیاسي دباو ښودلی دی.

https://iqna.ir/fa/news/3862830

captcha