IQNA

د پاکستان د بنو سیمه کې د پولیو په مامورینو وسله وال برید شوی

22:33 - December 10, 2019
د خبر لمبر: 3482576
نړیواله ډله: د پولیو د وژل شوې مامورې نوم بس تاج بي بي وه چې دبکاخیلو دکډوالو کیمپ کې یې دپولیو دناروغۍ په ضد خپله دنده ترسره کوله
د ایکنا راپور له مخې، د آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې نامعلومه وسله والو د پولیو په یوه ښځینه ماموره برید کړی چې پکې یاده ماموره او یو بل تن وژل شوي دي.دنهې په ورځ دسیمې څخه امنیتي سرچینو د امریکا غږ ډیوه ته په خپلو خبرو کې ویلي چې دا پېښه د بسیه خېلو پولیسو تاڼې ته نزدې شوې چې وسله وال له ډزو وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي.
سرچینې وایي د پولیو د وژل شوې مامورې نوم بس تاج بي بي وه چې دبکاخیلو دکډوالو کیمپ کې یې دپولیو دناروغۍ په ضد خپله دنده ترسره کوله.
https://www.avapress.com/ps/news/197682/
captcha