د ایکنا راپور له مخې، له بغداد الیوم څخه په نقل، د عراق خلکو داعش ته په عراق کښې ماتي ورکولو کلیزه باندې د بغداد د التحریر په ډګر کښې لاریون او په کلیزه یې جشن ترسره کړ.
لاریون کونکو په یوه بیانیه کښې د چې التحریر په میدان کښې ولوسته، له دیني مرجعیت، حشد الشعبي او د عراق له نورو ځواکونو نه چې داعش ته یې په ماتې ورکولو کښې خپل رول ترسره کړ، مننه وکړه.
د عراق د الحشد الشعبي ادارې د مشر مرستیال ابو مهدی المهندس هم په خپلو خبرو کښې د ترهګرو په مقابله کښې د دغه هیواد د بریالۍ په دویمه کلیزه، د داعش په ماتي کښې د دیني مرجعیت رول ستاینه وکړه او وې ویل چې که د مرجعیت فتوا نه وه، عراق به هم هغه شان د ترهګرو او بهرنیو د لاس لاندې و.
د ۲۰۱۷ کال د دسمبر میاشتي په لسمه نیټه بغداد د داعش په مقابله کښې خپل بریالی، چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د دغه ترهګرې ډلي تر نیواک لاندې وو، اعلان کړې و.
https://iqna.ir/fa/news/3863270