IQNA

کویت: په ایران دې بندیزونه ختم شي

21:31 - December 13, 2019
د خبر لمبر: 3482581
نړیواله ډله: د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې د کویت استازي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت دې تر بندیزونو لاندې پاتې نه شي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې نه په نقل، منصور العتیبي نن الجزیزه چینل ته په مرکه کښې وویل چې کویت نه غواړي د ایران په شان یو مسلمان او زمونږ ګاونډی هیواد دې له بندیزونو سره مخامخ وي.هغه هم داشان مدعي شو، ځینې داسې مثبتې نښې نښانې شته چې ممکنه ده د ایران او امریکې د دوه اړخیزو خبرواترو لامل شي او دواړه لوري د ایټمي موافقې د اصلاح لپاره ځینو معلومو هوکړو ته سره ورسیږي.
د کویت د استازي دا ادعا پّ داسې حال کښې دي چې ټولو ایراني چارواکو تراوسه له واشنګټن سره هر ډول خبرې اترې رد کړې دي او وړومبی د بندیزونو د ختمیدو او ایټمي موافقې ته د امریکې د بیرته راستنیدو غوښتنه کوي.
https://parstoday.com/ps/news/world-i86543
captcha