IQNA

د سوچي د دروغو څرګندونو په اړه د روهينګيائي مسلمانانو ردعمل

21:46 - December 13, 2019
د خبر لمبر: 3482584
نړیواله ډله: د ميانمار واکمن ګوند مشرې په دغه هېواد کښې د روهينګيائي مسلمانانو له نسل کشۍ انکار وکړ او ادعا يې وکړه چې له ميانمار څخه د لکونو روهينګيائي مسلمانانو وتل له شورشيانو سره د جنګ نتيجه ده.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې نه په نقل، روهينګيائي مسلمانانو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په نړيواله کيفري محکمه کښې د ميانمار د واکمن ګوند د مشرې او د دغه هېواد د خارجه وزيرې مېرمن سوچي د تېرې چارشنبې په ورځ د هالېنډ په لاهې کيفري نړيوالې محکمه کښې د روهينګيائي مسلمانانو په ځپلو کښې د ميانمار د حکومت له اقدامه دفاع وکړه.د ميانمار واکمن ګوند مشرې په دغه هېواد کښې د روهينګيائي مسلمانانو له نسل کشۍ انکار وکړ او ادعا يې وکړه چې له ميانمار څخه د لکونو روهينګيائي مسلمانانو وتل له شورشيانو سره د جنګ نتيجه ده.
مېرمن سوچي په ښه اطمينان سره دا تور رد کړ چې د ميانمار فوځ په ۲۰۱۷ کال کښې شل زره روهينګيائي مسلمانان قتل عام کړل، تيري يې پرې وکړل او کورونه يې ورته وسوزل.
په لاهه کښې نړيوالې کيفري محکمې د اوۀ پنځوسو اسلامي هېوادونو په نمائندګۍ د ګامبيا د حکومت له شکايته وروسته د تېرې نهې له ورځې څخه په 2017 کال کښې د ميانمار د فوځ په لاسو د روهينګيائي مسلمانانو د قتل عام او نسل کُشۍ په دوسې باندې غور شروع شوے دے.
د هغه څه په باره کښې چې له شورشيانو سره  د ميانمار د فوځ د مقابلې له کبله د دغه هېواد  په راخين صوبه کښې روهينګيائي مسلمانان له خپلو کورونو څخه بنګلادېش ته تلي دي د سوچي د دروغو څرکندونې له هغو حقائقو څخه انکار دے چې نړيواله ټولنه ترې په ښه توګه خبر ده.
خو په راخين صوبه کښې د خلقو د حالاتو د انعکاس لپاره ميانمار ته د حقيقت لټونکو ډلو او رسانه اي فعالانو له ورتلو څخه د مخنيوي لپاره د دغه هېواد د حکومت لخوا د لګېدلو بنديزونو باوجود د بشري حقوقو او د نړيوالو ټولنو او د ملګرو ملتو لخوا ګڼ شمېر رپوټونه برابر کړې شوي او خپارۀ شوي دي چې ټولو عامه افکارو ته د روهينګيا د خلقو په خلاف د ميانمار د فوځ جنايتونه په ډاګه کړي دي.
ملګرو ملتو په خپل تېرکال په رپوټ کښې په وضاحت سره اعلان وکړ چې د ميانمار فوځ په دغه هېواد کښې د نسل کشۍ ذمه وار دے او دا د دنيا ترټولو بد فوځ دے.
د سياسي جغرافيا کارپېژاندے او محقق آنتوني کارټالوچي وائي:
«هغه څه چې په نړيوالو حقوقو کښې د نسل کشۍ په نامه ياديږي په اوس حال کښې د ميانمار په راخين صوبه کښې رامنځته شوې دي. هغه ډلې چې د روهينګيا د اقليت په خلاف د نسل کشۍ اقدام کوي نسل کشي يې د خپل وړومبني هدف او مقصد په توګه ټاکلے ده.»
په راخين کښې د روهينګيائي مسلمانانو په خلاف د ميانمار د فوځ او تندلارو بودائيانو لخوا د 2017 کال د اګست له ۲۵ نېټې نه تر اوسه پورې په ګڼ شمېر جنايتونوکښې له دې نه علاوه چې له شپږو زرو نه زيات کسان وژل شوي او اته کسان ژوبل شوي دي له يو ميلين نه زيات مسلمانان بنګلادېش ته کډه په سر شوي دي.
خو د ميانمار د مخالفتونو باوجود د روهينګيائي مسلمانانو په خلاف د ميانمار د فوځ د نسل کشۍ په دوسيې د غور کولو بهير ته د نړيوالې کيفري محکمې ننوتل د دغې دوسيې د نړيوال کېدو او د راخين سيمې د خلقو په خلاف د جنايتونو د عاملانو د قضائۍ تعقيب د عطف يو ټکے کېدې شي چې د عامه نړيوالو افکارو غوښتنه هم د ميانمار د مسلمانانو په خلاف د دغه هېواد د فوځيانو د جنايتونو په مختلفو اړخونو د دغې محکمې غور کول دي.
البته د عامه نړيوالو افکارو هيله دا ده چې نړيواله کيفري محکمه دې د روهينګيائي مسلمانانود نسل کشۍ په دوسيې باندې د ژور غور او د دغو جنايتونو د عواملو په باره کښې د پرېکنده حکم د صادرولو ترڅنګه له بنګلادېش څخه روهينګيا ته د کډوالو د ستنېدو د لازموالي اصل ته هم پاملرنه وکړي او د دغه هېواد حکومت دې د هغوي د ستنېدو د زمينې برابرولو ته مجبور کړي.
البته دا اندېښنه شته چې د روهينګيائي کډوالو احتمالي ستنېدنه د هغوي په خلاف د تشدد او تاوتريخوالي د نوي دور له شروع کېدو سره مله شي چې په همدې وجه د هغوي د امنيت د ټينګولو لپاره د ميانمار له حکومت څخه د لازمي ضمانتونو اخېستل يو نړيوال ضرورت دے.
https://parstoday.com/ps/news/world-i86522
captcha