IQNA

د عراق او لبنان په بدلونونو کې د امریکا پر سپیرۀ رول ټینګار

23:17 - December 14, 2019
د خبر لمبر: 3482587
نړیواله ډله: که پر ایران د حملې تیروتنه وشی،نو له ځانه د دفاع لپاره سیمه ایزو متحدانو ته هیڅ اړتیا نه لری،بلکې پخپله ایران به په ځان له سر غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
د ایکنا راپور له مخې، له تهران پښتو راډیو نه په نقل، د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشی   سید حسن نصر ا.... بیګا د لبنان او لویدیځی آسیا  په وروستیو بدلونونو کې د امریکا پر سپیره رول  پرده پورته کړ ه .
 له کله راهسې چې  په لبنان کې اعتراضونه پیل شوی،د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ او دهغه دعمومی منشی  تل پاتې دریخونه،د ولس له په حقه  غوښتنې ملاتړ او د حکومت له استعفا ورکولو سره مخالفت  ؤ .د لبنان له لومړی وزارته د سعد الحریری د استعفی د ۴۵ورځو په تیریدا سره،سید حسن نصر ا ... یو ځل بیا د حکومت د  استعفا پر  تیروتنې  ټینګار کړی او وئیلی ئې د ی  دغه استعفی د وخت ضائع کول وو او  د حکومتی اورګانونو او موسسو د بندیدا لامل شوی دی .په عین حال  کې  سید حسن نصر ا... ټینګار کړی،چې دحزب ا... ولسی غورځنګ  اوسنی دریځ  په لبنان کې د ملی حکومت له جوړیدا ملاتړ دی .
 د لبنان د حزب ا...  د ولسی غورځنګ د عمومی منشی  د وینا دوهم   مهم اړخ، د لبنان  د نوی  کابینې  د په جوړونکی بهیر کې  د امریکا د رول ایشوا کول وو .د حسن نصر ا...  له نظره ، امریکایانو  په دغې مرحلې کې  خپلې هڅې زیاتې کړی دی ، ځکه چې  له یوه پلوه  هڅه کوی ، په لبنان کې د وا شنګټن له ګټو سره غږمله کابینه جوړه شی او له بل پلوه  له لبنان سره د امریکا دمرستې مدعی دی . په داسې حال کې چې  له لبنان سره له مرستې د  امریکا مقصد،له سیاسی نظامه د حزب ا... ولسی غورځنګ بهر ویستل دی.په حقیقت کې امریکایانو د سعدحریری د استعفی  هرکلی کړی دی  او همدااوس  دلبنان  ولس ته د ناسمو پیغامونو په لیږدولو بوخت دی   چې که  حزب ا....  د قدرت له جوړښته جذف شی ، نو د دوی  شرائط د ښه والی په لور درومی .
 د سید حسن نصرا... د وروستۍ وینا دریم  اړخ،د لبنان او عراق په اعتراضونو  کې د امریکایانو ددغو اعتراضونو او مظاهرو څخه په ناسمې استفادې  ټینګار ؤ .په دې باب امریکایانو د وه مهم تاکتیکونه  وړاندې کړی دی .لومړی دا چې هڅه کوی  له سیاسی خپه شوو او داخلی عناصرو څخه  په استفادې سره داسې وبریښوی چې په عراق او لبنان کې اعتراضونه، اقتصادی ماهیّت نه لری، بلکې ایرانی ضد ماهیّت لری . سید حسن نصر ا ...  په دې باب وئیلی،د لبنان مظاهرې  ایرانی ضده نه دی او  په دې باب هیڅ نښې نښانې هم نه ښکاری او د امریکایانو دلیدتوګې په اپوټه د لبنان ولس د اقتصاد او اصلاحاتو غوښتنې لری .
دوهم دا چې امریکایان هڅه کوی،له دغو اعتراضونو د سیمه ایز دغه اعتراضونه پر ایران د دباؤ لپاره او دهغه دسیمه ایز سیاست دبدلولو په موخې سره استفاده وکړی . د امریکایانو دغه  سپیره موخه  دلبنا ن او عراق په مظاهرو کې او ددغو اعتراضونو ددوام یو اصلی دلیل حسابیږی .
 د  لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی د وینا څلورم اړخ، د سیمه ایز  اقتدار  نندارې ته وړاندې کول دی . د سید حسن نصر ا... د وینا دغه اړخ دوې برخې درلودې ، لومړۍ برخه ئې دا چې ، د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشی وئیلی ددې ارزونه چې  حزب ا...  د صهیونیسټانو د ګټو لپاره  یوه  خطره او ګواښ  دی،سمه  ده ، مونږ  په ویاړ سره وایوو چې   د هغوی لپاره  جدی ګواښ یوو . دوهمه برخه ئې دا ده چې د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی ټینګارکړی،که پر ایران د حملې تیروتنه وشی،نو له ځانه د دفاع  لپاره سیمه ایزو  متحدانو ته هیڅ اړتیا نه لری،بلکې  پخپله ایران  به په ځان له سر  غاښ ماتونکی ځواب ورکړی . 
  وروستی ټکی  دا چې ، د حسین حسن نصر ا..  وینا ښئ  امریکایانو او  دهغو متحدانو په لبنان او عراق کې پر ناکراریو ځانګړی پام او توجه لری  او په دغو هیوادونو کې د خلکو په ضد دتاؤتریخوالو د زیاتولو غوښتنه کوی او د  تاؤتریخوالو د زیاتولو  لپاره  له  خپلو داخلی  عناصرو څخه  استفاده کوی.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i86558
captcha