IQNA

ایران دې د امریکائی بندیزونو دختمولو په خاطرشرطونه ومنی

22:49 - December 15, 2019
د خبر لمبر: 3482590
نړیواله ډله: د دوحې کلنۍ غونډه پرون پیل شوی او نن تر وروستیو پورې به دوام ولری،په دغې ناستې کې په لسګونو داخلی او بهرنی چارواکی او شخصیتونه شتون لری .
د ایکنا راپور له مخې، له تهران پښتو راډیو ویبپاڼې څخه په نقل، نیویارک  ټایمز ورځپاڼې  انټرنیټی سایټ  راپورورکړ ،د امریکا خزانې وزیر سټیفن منوچین  پرون ناوخته د دوحې په کلنې غونډې کې مدعی شوی،د ایران په ضد د امریکا اقتصادی بندیزونه  به یوازې هاله پای ته ورسیږی ، چې تهران د واشنګټن  اصلی شرطونه ومنی . منوچین  پخپلو څرګندونو کې د ایران په ضد د بندیزونو دختمولولپاره د واشنګټن له شرط یا شرطونو سره اړ ونده جزیاتو ته کومه اشاره ونه کړه .
 د امریکا خزانې وزیر همدرااز عربستان ته د  امریکائی پوځیانو دلیږدولو په باب هم ووئیل،دعربستان په خاورې کې د امریکائی پوځیانو د یره کیدا  په دفاعی انګیزې سره ترسره شوی  ده .
 هغه همداراز د آرامکو سعودی تیلی تاسیساتو باندې د حملې په باب هم وئیلی،دغه حملې د نړۍ په اقتصاد یوه حمله ګڼل کیږی ..
د دوحې کلنۍ غونډه پرون پیل شوی  او نن تر وروستیو پورې به دوام ولری،په دغې ناستې کې  په لسګونو داخلی او بهرنی چارواکی او شخصیتونه  شتون لری.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i86584
captcha