IQNA

ترکیه د مالیزیا په غونډه کې د موجودو هیوادونو د ملګرتیا د دوام لپاره دلچسپي څرګنده کړه

10:36 - December 21, 2019
د خبر لمبر: 3482599
نړیواله ډله: د ترکیه ولسمشر د مسلمانانو هیوادونو د ملګرتیا او وحدت پر اهمیت باندې ټینګار سره وویل چې هیواد به یې له ایران، قطر او مالیزیا سره په بیلابیلو ډګرونو کښې ملګرتیا ته دوام ورکړي.

د ایکنا راپور له مخې، له ډیلي صباح څخه په نقل، د مالیزیا له غونډې څخه بیرته تللو په وخت وویل: مونږ په دې غونډه کښې د مالیزیا، قطر، ایران او نورو هیوادونو له چارواکو سره اسلامي نړۍ ته مخامخ چیلنجونو په اړه د بحث فرصت ولرلو.
هغه زیاته کړه: د دغه غونډې ترټولو مهم مباحث پراختیا، څیړنې، علمونه او ټکنالوژي او دفاعي صنعتونه وو.
اردوغان ټینګار وکړ مونږ په راتلونکي کښې د دغه هیوادنو ترمینځه د کلتور، تجارت، اقتصاد، دفاعي صنعتونو، هنر او علمونو په ډګر کښې په خبرو اترو او ملګرتیا کښې د لا زیاتیا لپاره هڅو ته دوام ورکړو او په دې اړه ټول ضروري اقدامات به ترسره کړو.
هغه روښانه کړه: د اسلامي هیوادونو شاته والی د هیڅ یو په ګټه نه ده او دا هیوادونه باید له یو بل سره مرسته وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/3865422

captcha