د ایکنا راپور له مخې، له الحشد څخه په نقل، د حشد الشعبی د عملیاتو د مشر دفتر د عراق د حزب الله په ځایونو باندې د امریکایې بې پیلوټه الوتکو برید په اړه وویل: په دې هوایې برید کښې په لسګونه کسان شهید او ټپیان شوي دي.
هغه ټنیګار وکړ: په دې هوایي برید کښې، د دغه هیواد په غرب کښې د عراق د حزب الله په ځایونو باندې او همداشان د حشد الشعبي په دوه ډلو ۴۵ او ۴۶ او د الجزیره عملیاتو قوماندانۍ خپل هدف ګرځولی دي.
الربیعاوي زیاته کړه: د عراق په ځمکه او د سوریې په پوله او په المرزعه سیمه امریکا برید کړی دی.
له بلې خوا د الحشد الشعبي مرکز په یوه بیانیه کښې ویلې دي چې د امریکا په هوایي بریدونو کښې له پنځو کسانو سره یو قوماندان وژلې شوې او ۳۰ کسان نور ټپیان شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/3867489