IQNA

د هند د چاروکو لخوا د بابري جومات لپاره د بل ځای وړاندیز 

23:07 - December 31, 2019
د خبر لمبر: 3482616
نړیواله ډله: د هند د اوتارپرادش د ولایت محلي حکومت د بابري جومات په ځای د بل جومات جوړولو لپاره د پنځو نورو ځایونو وړاندیز ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، له ایندیا ټي وي نیوز څخه په نقل، د هند اوتارپرادش ولایت حاکم، د مسلمانانو لپاره د بابري جومات په بل ځای کښې جوړولو لپاره د پنځو نورو ځایونو وړاندیز ورکړ.
دا ځایونه د بابري جومات له ځای نه لري دي تر څو په هند کښې د مسلمانانو او د هندوانو ترمینځه د احتمالي شخړې مخنیوی وشي.
د هندي مرکزونو منجمله د هند د مسلمانانو ځانګړو حقوقو شورا (AIMPLB) او د دغه هیواد د جماعت علما د بابري جومات په ځای د بل جومات جوړولو لپاره د دوه جریبې ځمکې وړاندیز رد کړې وو.
خو د هند اهل سنت مرکزې شوارا د دغه دوه جریبې ځمکې د قبلولو په اړه هیڅ نظر نه دی وړاندې کړی.
https://iqna.ir/fa/news/3867839/
captcha