IQNA

د چیني جوماتونو او کلیساګانو څخه د مذهبي سمبولونو پراختیا له مینځه وړل

0:03 - January 01, 2020
د خبر لمبر: 3482617
نړیواله ډله: د چین چارواکو په ۲۰۱۹ کال کښې چې ختمیږي، د دغه هیوا له عبادتي ځایونو څخه اسلامي او مسیحي سمبولونو ختمولو سیاست ګړندۍ کړی.

د ایکنا راپور له مخې، له بیتر وینتر څخه په نقل، په چین کښې له مسیحي او اسلامي عمارتونو څخه د دیني سمبولونو پراختیا له مینځه وړل چې همداشان دوام لري، تر دې حده ورسیدو چې د دغه ځایونو پیژندل به له ظاهري شکل څخه سخت وي. اوس د دغه عبادتي مرکزونو جوړول د چیني د نورو سنتي عمارتونو غونډي وي چې په ډیره اسانی به له نورو عمارتونو څخه د تشخیص وړ نه لري.
د کمیونیسټ ګوند چارواکو د مسلمان میشته ولایت سین کیانګ او په نورو سیمو کښې د اسلام چیني کولو لپاره پڼځه کلنه پروګرام نشر کولو حکم ورکړی چې اسلامي معماري لرونکي عمارتونه باید بدل شي او په هغې کښې موجود اسلامي سمبولونه ویجاړ کړي.
د جنوري میاشتې په لومړی نیټه د چین د هنان ولایت په سیندیان ښار کښې د جومات یو مسؤل حکم وکړ چې د جومات به مناره جوړ سپوږمۍ او ستورې پټ کړي. خو له هغې وروستو د چین چارواکو خبر ورکړ چې دا اقدام کافي نه دی او باید دا سمبولې په کامله توګه حذف شي.
د سمبولو لري کول یوازې تر جوماتونو محدود نه دي، د سپټمبر په میاشته کښې د یو رسټورنټ مالک د دغه ځای چارواکو حکم ورکړ چې له خپل رسټورنټ نه د الله اکبر عبارت چې به چیني ژبه کښې لیکل شوی و پاک کړي.

 

captcha