IQNA

افغانستان کې ۱۴ فیصده روغتیايي مرکزونه اساسي خدمات وړاندې کوي

0:13 - January 01, 2020
د خبر لمبر: 3482619
نړیواله ډله: د روغتیايي خدماتو د کیفیت لوړو لپاره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه سروې ښيي، چې په دغه هیواد کې یوازې ۱۴ فیصده روغتونونه او صحي مرکزونه ناروغانو ته اساسي خدمات وړاندې کوي.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبري آژانس له ویبپاڼې څخه په نقل، همدا شان په دې سروې کې راغلي، چې امیدوارو ښځو ته له زیږون مخکې تر ۶۰ فیصده مشورې یوازې د روغتیايي ګواښونو په اړه ورکړل شوي، چې یو شمیر یې ناسمې مشورې بلل شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا سروې، په دغه هیواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه، په اوو لویو ولایتونو کابل، پکتیا، ننګرهار، بلخ، کندز، هرات او کندهار ولایتونو کې کړې ده.
په دې سروې کې له زرو زیاتو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو سره مخامخ خبرې شوي او د ۱۴۲ روغتونونو او صحي مرکزونو خدمات ارزول شوي دي.
د سروې موندنې ښيي، چې په افغانستان کې له ۹۰ فیصده زیاتروغتونونه او صحي مرکزونه د ناروغانو لپاره تشنابونه، اوبه او منظمه برېښنا لري، خو نور اساسي تجهیزات او امکانات لري.
د سروې په اساس په ټول افغانستان کې یوازې ۱۴ فیصده روغتونونه او صحي مرکزونه د ماشومانو، د هغوی له ودې څخه د نظارت، د کورنۍ د تنظیم میتودونو او له زیږون څخه مخکې او د زیږون پر مهال ناروغ ته د پاملرنې په برخو کې معیاري خدمات وړاندې کوي.
د دې سروې یو مسول عطالله سیدزي وویل: "ډاکټر څنګه باید له مریض سره وضع وکړي، ډاکټر څنګه مریض معاینه کړي، ډاکټر څومره وخت مریض ته ورکړي او څنګه بیا موږ دا کیفیت له نړیوالو سټنډرډونو مطابق جوړولی شو، نو دا سروې موږ سره کمک کوي، چې موږ څنګه د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په کیفیت کار وکړو او ښه یې کړو".
دا سروې ښيي، چې لا هم شاوخوا ۵۰ فیصده روغتونونه او صحي مرکزونه د ماشومانو د وزن د معلومولو لپاره تله نه لري او همدا شان ۷۵ فیصده یې له انټرنټ سره وصل نه دي.
په سروې کې دغه راز ویل شوي، چې ۷۵ فیصده روغتونونه او صحي مرکزونه امیدوارو ښځو ته له زیږون وړاندې خدمات وړاندې کوي، خو لا هم دغو میندو ته د امیدوارۍ پر مهال د عوارضو د نښو نښانو په تړاو چې کوم معلومات ورکول کېږي، کره او سم نه دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ماموسۍ زیور هیله وښوده، چې دا سروې به په راتلونکې کې د ښو او معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.
"دا یو بیس لاین دی وزارت صحت عامې ته، چې موږ باید دقت وکړو، په کومو ځایونو کې چې زموږ فیصدیانې دي اوس موږ ۸۰ تر ۸۵ فیصده پورې د منلو وړ ګڼو، ځکه چې اوس موږ تر ۵۰ فیصده کمه نه لرو، ۵۰ څخه پورته زموږ ټول اجرات شته دي، خو باید له ۵۵ تر ۸۰ فیصده پورې موږ ځان ورسو".
خو د افغانستان د ولسي جرګې د روغتیا د کمېسیون موندنې ښيي، چې په کابل او ولایتونو کې اکثره دولتي او خصوصي روغتونونه ناروغانو ته معیاري خدمات نه وړاندې کوي.
د ده کمېسیون غړي روح‌الله خانزاده امریکا غږ ته وویل: "د جمهوریت شفاخانې ته تللي یو، هلته مو نظارت کړی دی، کوم چې قانون د صحت دی په هیڅ هغه قوانیونو باندې برابر نه وو".
د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره دا سروې په داسې حال کې شوې ده، چې هرکال په افغانستان کې د معیاري صحي خدماتو د نشتوالي له امله زیات شمیر افغانان د درملنې لپاره ګاونډیو هیوادونو پاکستان، هندوستان، ایران او ترکیې ته ځي.
دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۵۰۰ روغتونونه او صحي مرکزونه فعالیت کوي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس ۹۰ فیصده افغانان له دغو روغتونونو څخه په لرې واټن کې پراته دي او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي لپاره باید دوه ساعته مزل وکړي.
captcha