IQNA

د حضرت زینب کبری سلام(س) نیکمرغه زوکړه دې پر ټولومبارک وي

10:56 - January 01, 2020
د خبر لمبر: 3482620
نړیواله ډله: د بی بی حضرت زینب کبری سلام ا.. علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت ټولو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکی وړاندې کوو، درود او سلام دې وي په حضرت زینب سلام الله علیها
د ایکنا راپور له مخې، د  کربلا له اتلانو څخه د یوې اتلې حضرت زینب کبری  سلام ا... علیها  د نیکمرغه زوکړې کلیزه، د هغې مومنې او تقوادارې بی بی  چې د خپلو تر ټولو خوږو او د کورنۍ د لویانو د شهادت په وړاندې، ئې یوازې صبر، زغم او استقامت نندارې ته وړاندې کړ. دغه بي بي چې په علم او تقوا او پوهې کې  ئې ډیر شهرت درلود او نامه ئې د اسلام د تاریخ  په ډیرو مهمو پیښو کې  له ورایه ښکاری.حضرت زینب کبری د رسالت او امامت او د عصمت په  لمن کې روزل شوی وه، د هغې بې بی نیکۀ بزرګوارحضرت محمد مصطفی(ص)،د هغې بزرګوارپلارحضرت امام علی علیه السلام،د هغې مور بزرګواره او د یوه کامل انسان غوره بیلګه  حضرت فاطمةالزهرا سلام  ا....علیها په لمن کې روزل شوی  او د استقامت او صبر او غوره خطبو ویونکی ده .او حضرت زینب بی بی،د وحی د وړانګو په سیوری  او د ولایت  د لمر او د عصمت د لمن په سیوری کې روزل او تربیّت شوی.
مونږ د دغه پاکې او شجاع بی بی حضرت زینب کبری سلام ا.. علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت خپلو ټولو مینه والو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکی وړاندې کوو.
captcha