IQNA

هیواد د جنګ خوا ته نه بیایو خو د تپلي شوي جنګ په مقابله کښې له قدرت سره ودیریږو

0:32 - January 02, 2020
د خبر لمبر: 3482623
سیاسي ډله: حضرت آبت الله خامنه ای د چهارشنبه په سهار د ټول هیواد د زرګونو نرسانو سره په کتنه کښې څرګنده کړه: ټول دې پوه شي چې د ایران اسلامي جمهوریت جنګ نه غواړي خو له هر هغه کس سره به چې د ایران د ولس ګټې، عزت، پرمختګ او سترتوب ګواښي، بې له ملاحظې مقابله وکړي او سخت ګوذار به ورکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د رهبرۍ معظم مقام د دفتر له اطلاع رسونکې ویبپاڼې نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای د چهارشنبه په سهار د تول هیواد د زرګونو نرسانو سره په کتنه کښې د نرستوب شغل د انساني فضائلو او اخلاقي ارزښتونو مجموعه وبلله او په لویو امتحانونو کښې د ایران د ملت بصیرت او ویاړتیا په ځانګړي توګه د ۱۳۸۸ کال د نهم دی په حماسه کښې او د سږکال د آبان میاشتې په پیښو کښې او له فتنه کونکو او عمومي املاکو ته تاوان رسونکو څخه خپل صف بیلولو او په سیمې په تیره بیا عراق کښې له امریکې د کرکې څپه د هغې جنایتونو ته د خلکو طبیعي غبرګون وباله او د عراق د وړمبې ورځې د پيښو د اصلي عامل په توګه د ایران د ګرم بللو او د ایران د ولس د ګواښلو په لړ کښې د امریکې د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: دارنګه خبرې، بې ربطه او غیر منطقي دي، ځکه چې د سیمې خلک له امریکا سخته کرکه کوي، ټول دې پوه شي ټول دې پوه شي چې د ایران اسلامي جمهوریت جنګ نه غواړي خو له هر هغه کس سره به چې د ایران د ولس ګټې، عزت، پرمختګ او سترتوب ګواښي، بې له ملاحظې مقابله وکړي او سخت ګوذار به ورکړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: ټول دې پوه شي چې د ایران اسلامي جمهوریت جنګ نه غواړي خو له هر هغه کس سره به چې د ایران د ولس ګټې، عزت، پرمختګ او سترتوب ګواښي، بې له ملاحظې مقابله وکړي او سخت ګوذار به ورکړي.
حضرت آیت الله خامنه‌اي هم داشان په عراق او افغانستان کښې د امریکې په تیره بیا د (بلیک واټر) خبیثې ادارې جنایتونو او د دغو هیوادونو د زرګونو ملکیانو وژلې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د سیمې د ځینو هیوادونو له اجازې پرته هغو ته د امریکايي چارواکو سفرونه او هلته موجودو خپلو اډو ته یې ورتګ د سیمې د هیوادونو او ولسونو خلاف د امریکې له سپکاوي د ډک سلوک یوه بله نمونه ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې زه او د ایران ټول ولس او حکومت د عراق په حشد الشعبي باندې د امریکې د حملې جنایت په کلکه غندو، ټینګار وکړ: د سیمې خلک له امریکې سخته کرکه کوي.
حضرت آیت الله خامنه ای ټنګار وکړ: زه باوري یم چې الله زمونږ مل دی او بریا د ایراني ولس ده او د هیواد راتلونکی به د نن په پرتله ډیر ښه وي.
حضرت آیت الله خامنه ای د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې حضرت زینب سلام الله علیها د بشریت په تاریخ کښې یوه ځانګړې میرمنه وبلله او وې ویل: هغه میرمنه د عظمت او مستحکم شخصیت په توګه د نرستوب لپاره یوه بیلګه معرفي شوې ده او د حضرت زینب سلام الله علیها او نرستوب د ټولني ترمینځه ځانګړې اړیکه جوړول، سم کار او په حقیقت کښې مبارک کار دی.
https://iqna.ir/fa/news/3868100/
 
 
بچوې: ایکنا
captcha