IQNA

د قراني خطا وروستو د سوډان د وزیر بخښنه

10:48 - January 03, 2020
د خبر لمبر: 3482629
نړیواله ډله: د سوډان د دیني چارو او اوقاف وزیر د قرآن کریم د سوره بقره په یو آیت کښې له خطا وروستو په ټویټر کښې بخښنه وغوښتله.
د ایکنا راپور له مخې، له روسیا الیوم څخه په نقل، د سوډان د دیني چارو او اوقاف وزیر نصرالدین مفرح، چې په ټویټر کښې یې د سوره مائده آیت په خطا سره د سوره بقره آیت بللې وو، د ټویټر د تعقیب کوونکو نه د دغه خطا په اړه بخښنه غوښتتلې.
هغه په دغه ټوییټ کښې د سورت او آیت شمېره چې د سوره مایده ۳۲ آیت وو، خبر ورکړ: دا خطا قصدي نه وه او له هغه کسانو مننه کوم چې زما تصحیح ییې وکړه او تذکر یې راکړ.
د سوډان اوقاف وزیر دا ټوئیټ د «تصحیح او بخښنه» په نوم خپور کړ او په دغه کښې د آیت سره تړلي اطلاعات د «مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ بَعْدَ ذَٰلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ؛ له همدې وجې نه مونږ په بني اسرائیلو باندې لازم كړي وو چې بېشكه خبره دا ده چې چا هم یو نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ، نو ګویا كې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ او یقینًا یقینًا دوى ته زمونږه رسولانو څرګندې نښې راوړې وې، یقینًا بیا له دې نه پس (هم) په دوى كې ډېر خلق په ځمكه كې خامخا زیاتي كوونكي دي»د بقره له سورت سره نسبت ورکړي وو، او بیا یې اصلاح کړو او د هغې سم، د مایده سورت ۳۲ آیت یې ولیکلو.
https://iqna.ir/fa/news/3868446
captcha