IQNA

په کاظمین کښې د قاسم سلیمانی د جنازې مراسم ترسره شول

21:38 - January 04, 2020
د خبر لمبر: 3482632
نړیواله ډله: د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان شهید قاسم سلیمانی او د هغه د نورو ملګرو سره د ابومهدی المهندس د جنازې مراسم د عراق د خلکو په پراخ ګډون سره له کاظمین ښار څخه پیل شول.

د ایکنا راپور له مخې، د العالم خبري چینل نه په نقل، د عراق د خلکو په غوښتنه ټاکل شوی ده چې د جمعې د ترهګرې پیښې د شهیدانو د مړیو د جنازې مراسم د عراق په کربلا  او نجف ښارونو کښې  وشی .د ایران د شهیدانو مړی به نن مازیګر تهران ته راوړل شی .
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک عمومی اړیکو وویل د جنرال قاسم سلیمانی او د هغه دنورو ملګرو د پاکو مړیو د جنازې مراسم به د ایران اسلامی جمهوریت ته له رسیدا وروسته سبا په مشهد کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم (۸) امام حضرت علی بن موسی الرضا ع په ملکوتی او سپیڅلی حرم کښې وشی .
دغه راز د شهید قاسم سلیمانی او د هغه د نورو ملګرو د جنازې مراسم د دوشنبې په سهار په تهران کښې کیږی.
د امت او د ولایت د سرباز جنرال قاسم سلیمانی  سپیڅلی مړی په سه شنبې ورځې سهار کرمان ته وړل کیږی او هلته خاورو ته سپارل کیږی.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87016

captcha