IQNA

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سلیمانی کور ته ورغی

22:13 - January 04, 2020
د خبر لمبر: 3482634
نړیواله ډله: د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د شهید سلیمانی اخلاص او سرشیندنې ته په اشارې سره وویل حاج قاسم په ځلونو ځلونو له شهادت سره مخ شوی و خو د خدای پاک او د جهاد او د دندې د ترسره کیدا په لاره کښې یې له هیڅ چا او هیڅ شی ویره نلرله.

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، هغه حضرت د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قومندان ډګر جنرال کور ته په ورتلو سره د شهید د کورنۍ ته په تسلۍ ویلو سره د هغه لوړ مقام او مخلص مجاهد د شهادت په هکله مبارکی او تسلیت ووایه .
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د نړۍ د ترټولو خبیثو کسانو یعنی دامریکا په لاس د سردار سلیمانی شهادت او په دغه جنایت د امریکا د چاراکو ویاړ کول د دغه زړور مجاهد لپاره مهمه ځانګړتیا وبلله او جوته یې کړه د سلیمانی جهاد ستر جهاد وو او خدای پاک هم د هغه شهادت ستر شهادت وګرځوه .
د ایران ولسمشر حسن روحانی ، د پارلمان مشر علی لاریجانی ، د قضایی قوې مشر ابراهیم رئیسی اور نور پوځی او سیاسی چارواکی هم د شهید سلیمانی کور ته ورغلل او د هغه کورنۍ ته ته مبارکی او تسلیت ووایه .
د ایران ولسمشر حسن روحانی د شهید سلیمانی له کورنۍ سره په کتنې کښې وویل سلیمانی به د ایران دملت او د نړۍ د ازادی غواړو په تاریخ کښې تل ژوندی او سرلوړې پاتې شی .
هغه وویل امریکا به د دغه جنایتکار اقدام نه یوازې نن ورځ بلکې په راتلونکو کلونو کښې به هم اغیزونه ووینی .
د ایران ولسمشر حسن روحانی زیاته کړه د ایران او دسیمې په تیره بیا د عراق د سوریې د یمن د لبنان او د افغانستان د خلکو لپاره د امنیت د تامینولو په لړ کښې د سلیمانی خدمتونه هیریدونکی نه دی

https://parstoday.com/ps/news/iran-i87020

captcha