د انقلاب معظم رهبر ته د آیت الله سیستاني د خواخوږي پیغام د ایکنا د راپور له مخې، آیت الله سیستاني خپل پيغام کښې د سردار سلیماني د شهادت په اړه د انقلاب معظم رهبر ته خواخوږی وړاندې کړ او وې ویل:
بسم الله الرحمن الرحیم
انالله و اناالیه راجعون
جناب مستطاب آیةالله آقای خامنهای دامت برکاته
السلام علیکم و رحمةالله و برکاته
د حاج قاسم سلیماني رحمة الله علیه د شهادت خبر د ډېر خفګان او خواشینۍ لامل شو. د هغه مرحوم په عراق کښې د داعش په خلاف په وروستیو کلونو کښې بې ساري رول او ډیر زحمتونه چې په دغه لار کښې زغملې، نه هیریدونکې دي.
زه د دغه والامقام شهید د خالي ځاي په اړه جناب عالي او د هغه کورنۍ او د هغه نورو خپلوانو ته او د ایران ټول ولس ته په تیره بیا د کرمان خلکو خواخوږی وړاندې کوم او له الله نه د هغه لپاره د لوړو درجاتو او د کورنۍ لپاره یې د صبر غوښتنه کوم.
ولاحول ولا قوة الا بالله العلی العظیم
علی الحسینی سیستانی
۸ جمادی الاول
https://iqna.ir/fa/news/3869477/