IQNA

د عراق د پارلمان اقدام؛ په لویدیځ آسیا کښې د نوې تاریخ پيل

18:24 - January 06, 2020
د خبر لمبر: 3482647
نړیواله ډله: د عراق د خلکو د پرله پسې د غوښتونو په ځواب کښې د دغه هیواد پارلمان له عراق نه د امریکایي پوځونو د ویستلو طرحه د یکشنبه په ورځ (د ۲۰۲۰ کال دجنورۍ په ۵ نیټه) په یوه بیړنۍ غونډه کښې تصویب کړه.

د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله، د زړونو د سردار شهید قاسم سلیماني د شهادت په ځانګړې مراسمو کښې وویل: د قاسم سلیماني د شهادت ورځ د ۲۰۲۰ کال دریمه جنوري په لویدیځې آسیا کښې د نوې تاریخ د پیل ورځ ګڼلې کېږي.

د لویدیځې آسیا د نوې تاریخ لومړی ګام د عراق په پارلمان کښې واخیستل شو. له عراق څخه د امریکایې پوځونو ویستلو ته د عراق د پارلمان د استازو رائې او د بهرنیو ځواکونو لخوا له هوایي حریم څخه په استفادې باندې بندیز، د شهید قاسم سلیماني او د ابومهدی المهندس د شهادت سمدستي پایله ده.

د عراق په پارلیمان کښې د دې طرحې په تصویب سره د واشنګټن او بغداد ترمنیځه د ۲۰۰۸ کال امنیتي توافق هم لغو شو.

امریکا نه یوازې په دغه چوکاټ کښې د عراق د امینت د پیاوړتیا لپاره ګام نه دی اخیستلی بلکې عملا د عراق د حاکمیت دسرغړونې په څنګ کښې یې، له دغه توافق څخه په دغه هیواد کښې د بې ثباتۍ او ناامنۍ زیاتولو او د عراق د مشرانو او ماشومانو وژلو لپاره ګټه اخیستلې.

د یکشنبه(2019کال 29 دسمبر) په ماښام د الانبار ولایت په القائم کښې د حشد الشعبې په مرکز برید او همداشان په عراق کښې د ناامنی او د واکمنۍ د خلافورزۍ په اقداماتو کښې منجمله د سردار قاسم سلیماني، ابومهدي المهندس او د هغوي د ملګرو وژل وو، په دې برخه کښې، د عراقي چارو د موقتي لومړی وزیر عادل عبدالمهدي هم په نننۍ غونډه کښې د عراق د حشدالشعبی او د ایران په وړاندې د امریکا سیاست په غندلو سره وویل: ایران له ترهګرو سره مقابله او د عراق له امنیتي ځواکونو څخه حمایت وکړ، الحشد الشعبي د عراق د امنیتي سیسټم یوه برخه ده.

د امریکا دا جرم او د عراق له واکمنتیا څخه سترګې پټول د دغه هیواد د خلکو د ملي عزت او غرور د ژوبلیدو لامل شو. د عراق په پارلیمان کښې د دغې طرحې تصویب د امریکا له ترهګر حکومت څخه د خلکو او د ساسي ډلو د سختې کرکې او نفرت څرګندونه ده. د دغه غونډې په پيل کښې د عراق د پالمان غړو«مړه دې وې امریکا» شعار ورکړ.

د امریکایې سرتیرو د ایستلو د طرحې تصویب او له امریکا څخه د خلکو په کرکې کښې شدت په عراق کښې د واشنګټن د سیاستونو ناکامي ده.

بله خبره دا ده چې له امریکا څخه په کرکه او نفرت کښې شدت یوازې په عراق پورې محدود پاتې نشو، د ایران خلک نن د امریکا حکومت د یو ترهګره حکومت په توګه پیژني او  د زړونو د سردار جنرال قاسم سلیماني او د هغه د شهیدو هم سنګرو په جنازه کښې د میلیونونو خلکو شتون، له هرکله نه زیات د امریکا له ترهګر حکومت څخه خپله کرکه او نفرت څرګند کړ. د کشمیر، پاکستان، بحرین، هند او نایجیریا خلکو لویې مظاهرې ترسره کړي او همداشان په انګلستان او جرمني کښې د امریکا په خلاف خلکو لاریونونه ترسره کړل ترڅو د امریکا د ترهګر حکومت له سیاستونو سره نړیواله مخالفت روښانه کړي.

دا پیښې په داسې حال کښې دي چې تراوسه هغه سخت انتقام چې ژمنه یې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ورکړې ده، په لار دی. دا سخت انتقام کولي شې په سیمه کښې د امریکا د نشتوالي زمینه چې نن سید حسن نصرالله په عادلانه قصاص سره ونوموله، برابر کړي.

https://parstoday.com

captcha