IQNA

د آیت الله خامنه ای د تهجدو د لمونځ عبا د زړونو سردار شهید سلیماني ته ورسیده

23:05 - January 07, 2020
د خبر لمبر: 3482654
نړیواله ډله: محمد باقر قالیباف په ټویټر کښې ولیکل: حضرت آقا خپله د تهجدو د لمونځ عبا ورکړه تر څو شهید قاسم سلیماني په هغې کښې دفن کړي. آقا په دغه عبا کښې تر ۱۴ کالو د شپې لمونځ (د تهجدو لمونځ) کړی.

د ایکنا راپور له مخې، د نظام د مصلحت د تشخیص غړی د محمد باقر قالیباف په ټویټ کښې ولیکل: حضرت آقا خپله د تهجدو د لمونځ عبا شیهد قاسم سلیماني ته ډالي کړه ترڅو هغه په کښې دفن کړي. آفا له دغه عبا سره تر ۱۴ کالو د تهجدو لمونځ کړی.
دا د تهجدو د لمونځ دویمه عبا ده چې شهید په هغې کښې دفن کېږي لومړي ځل عبا شهید حاج احمد کاظمي ته ورکړې شوې وه.

د آیت الله خامنه ای د تهجدو د لمونځ عبا د زړونو سردار شهید سلیماني ته ورسیده

https://iqna.ir/fa/news/3869987

captcha