د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، دپاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پاکستان بلوچستان د مرکز کوټې ښار د سيټلایټ ټاون په یوه جومات کې د پاکستاني ملیشو، د پولیسو قومندان امان الله او افغان طالب مشرانو باندې چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.راپور زیاتوی چی د ټاون غوث اباد جومات کې دې چاودنې د پاکستاني پولیسو قومندان امان الله، د طالبانو د اقتصادي کمیسیون د مشر ملا ګل اغا ورور ملا ظریف او د طالبانو د قاضي القضات شیخ حکیم ورور حاجي صوفي هم وژلي دي، خو معلومه نه ده چې دا یوه چاودنه وه که ځانمرګی برید و.
له بلې خوا د طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلی دی د پاکستان د کوټې ښار په اسحاق آباد سیمه کې په یوه مسجد کې د لمانځه په مهال چاودنه شوې خو په وینا یې د طالبانو اړوند هیڅ کوم مشر دغه جومات کې وجود نه درلود او نه هم دلته کومه غونډه وه.
قاري یوسف په دې اړه خپاره شوي راپورونه له واقعیت څخه لیرې بللی دي.
تراوسه هیڅ کس یا ډلې د چاودنې پړه پرغاړه نده اخیستی .
د پاکستان ولسمشر ، لومړی وزیر او د پوځ د مشر په شمول سیاسی او مذهبی مشرانو دا چاودنه په کلکه غندلی ده .
د پاکستان په بلوچستان صوبه کی د داعش ، لشکر جهنګوی ، جماعت الاحرار ، او سپاه صحابه په شان ترهه ګرې ډلې شتون لری .
https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i87185