IQNA

د ټرمپ فارسي ټوئيټ ته د موسوي ځواب

9:23 - January 13, 2020
د خبر لمبر: 3482679
نړیواله ډله: د ترامپ د فارسي ټویټ په ځواب کښې د ایران د بهرنیو چارو ویاند وویل: هغه لاسونه او ژبې چې د ايران د خلقو په ګواښ او بائيکاټ ککړې دي حق نه لري د فارسي لرغونې ژبه پرې ککړه کړي.

د ایکنا راپور له مخې، د خبرگزاری فارس له ویبپاڼې څخه په نقل، د سید عباس موسوي د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فارسۍ ټوئيټ ته په ځواب کښې وويل، هغه لاسونه او ژبې چې د ايران د خلقو په ګواښ او بائيکاټ ککړې دي حق نه لري د فارسي لرغونې ژبه پرې ککړه کړي.د ايرنا د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي زياته کړه، آيا واقعاً د ايران د خلقو چې ورله مو اوس اوس اتل ووژۀ «ترڅنګه» ولاړ يئ يا د هغوي په «مقابل» کښې؟
د ايران داسلامي کلتور او ارشاد وزير سيد عباس صالحي هم په ټوئيټر کښې د ټرمپ د فارسۍ ټوئيټ ته په ځواب کښې وليکل، فارسي ژبه د ايراني کلتور سېمبول دے. عجيبه ده تر پرونه پورې دې پرله پسې د ايران  کلتوري ځايونه ګواښل او نن له ايرانيانوسره په فارسي ژبې خبرې کوې!»
د ټرمپ فارسي ټوئيټ ته د موسوي ځواب
د امريکې ولسمشر ترامپ د ايران له خلقو څخه د دروغو پلوي توب په ادعا سره په تهران کښې د وروستيو بلوو له ملاتړ سره په خپل ټویټ کښې لیکلې: زه د خپلې ولسمشری له پیل څخه ستاسو په څنګ کښې ولاړ یم او زما حکومت له ستاسو ملاتړ کوي. مونږ د ستاسو د نیوکو او شجاعت ملاتړ کوو او څارنه یې کوو.
https://www.farsnews.com/news/13981022001170
captcha