IQNA

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

20:56 - January 17, 2020
د خبر لمبر: 3482695
نړیواله ډله: حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په امامت کې د تهران جمعې لمانځه په درستې سیمې او نړۍ کې ډیر زیات خبری پوښښ ولرلو.

د ایکنا راپور له مخې، ۸ کاله پس د رهبری د ستر مقام په امامتی کښې د تهران د جمعې لمونځ او د سیمي مهمو پیښو، د نړۍ د رسنیو توجه ځان ته جلب کړه.
د الجزیره خبري آژانس د مسافري الوتکې نسکوریدل او د سردار سلیماني د ترور له پيښو وروستو د رهبری د معظم مقام خطبه ډېره مهمه وګڼله او د هغوي دا خبره یې ذکر کړه چې: د ایران ملت یو ځلې بیا خپل یوالې او عظمت ثابت کړو.

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

السومریه نیوز
د عراق السومریه نیوز خبري آژانس هم د رهبری د معظم مقام دا جمله خپل سرلیک وګرځولو او وې لیکل: د سردار سیلماني ترور د امریکا د حکومت په لمنه د شرم داغ دی.

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

ټي. آر. ټي انګلیسي
د انګلیس ټي آر ټي خبري آژانس هم د رهبری د معظم مقام دا جمله چې هغوي د امریکا په اډي باندې د برید ورځ یوم الله ټاکلي ته اهمیت ورکړی.

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

د رویترز خبري آژانس
د رویترز خبري آژانس د حضرت آیت الله خامنه ای په امامت د تهران د ننني جمعې په لمونځ کښې د خلکو لوی شمیر شتون ته اشاره کړې ده.

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

رویترز لیکلي: آیت الله خامنه ای د امریکا په اډې باندې د دغه هیواد توغندي برید ورځې ته د یوم الله نوم ورکړ او اعلان یې وکړ چې ایران له دغه اقدام سره د امریکا په مخ درنده څپیړه ورکړې ده.

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

العهد خبري آژانس
العهد رسنۍ د تهران نننې جمعې لمونځ په اړه خپل راپور کښې دغه لمونځ ډیر مهم او حساس وټاکلو.

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

العربیه
دغه خبري آژانس د رهبری د معظم مقام دغه خبرو ته په اشارې سره لیکلې چې د رهبری د معظم مقام فرمایلي چې د امریکا په اډي باندې د برید ورځ او د مقاومت د چورلیز د قوماندان جنرال قاسم سلیمانی د جنازې د دستورو شپې ورځې باید د یوم ا... په توګه یاد وساتل شی.

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

له دې سربیره د نړۍ نورو رسنیو لکه میډل ایسټ آی، د فرانسې حکومتي خبري آژانس، اسکای‌نیوز، اسپوتنیک روسیه، المیادین او آناتولی ترکیه او نورونړیوالو په لسګونو ټیلیویژنی چینلونو د مسلمانانو دولی امر دجمعې لمانځه خطبو ته په ژوندۍ خپرونو کې پوښښ ورکړی.

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

په نړیوالو رسنیو کښې د رهبری د ستر مقام د جمعې د لمونځ پوښښ

captcha