IQNA

د عراق ولسي پاڅون به له سیمې د امریکایانو پښې لنډې کړي

20:18 - January 25, 2020
د خبر لمبر: 3482726
نړیواله ډله: د یمن د انصار ا.. .ولسی غورځنګ ویندوی د عربو هیوادونو پر ځینو مشرانو هم غږ وکړ ، په حقیقي خپلواکۍ پسې دې شي او له امریکا او اسرائيلو سره له ارتباط او اړوندوالي دې تیر شي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، المیادین ټيلیویژنی چینل  راپور ورکړ د یمن د انصار ا... ولسی مبارز غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام په عراق کې د امریکا له پوځي شتون سره په مخالفت کې د عراق د ولس د میلیوني لاریون په بشپړ ملاتړ  او قدرونې سره  وئيلي دي ، درست عربی ملتونه باید  د عراق د ملت په دغه اقدام کې بشپړ ملاتړ وکړي . د یمن د انصار ا.. .ولسی غورځنګ  ویندوی د عربو هیوادونو پر ځینو مشرانو هم غږ وکړ ،په حقیقي  خپلواکۍ پسې دې شي او له امریکا او اسرائيلو سره  له ارتباط او اړوندوالي دې تیر شي .
د عراق بغداد  پرون سهار وختي راهسې په دغه هیواد کې د امریکا د نیواکګرۍ  له دوام سره  په مخالفت کې د عراق د ولس دشتون تر ټولو بې مخینې صحنې نندارې ته وړاندې کړې او پخپل میلیوني لاریون سره ئې وښودله چې  هیڅکله هم د نیواکګرۍ  او د سلطې په وړاندې  غلي نشي کیښناستلی او دخپل هیواد خاوره به له نیواکګرو او سلطه غواړو پاکه کړي.
راپورونه ددې ښودنه کوي،چې دعراق د ولس پرونۍ میلیوني لاریون په درستې سیمې او نړۍ کې ډير زیات انعکاس درلودلی او زیاتره خپلواکه ملتونو او ټولنود امریکا دنیواکګرۍ په ضد دعراق د ولس ددغو میلیوني مظاهرو بشپړ ملاتړ کړی او   دا ئې د امریکا  د استعمارګر قدرت په مخ یوه بله درنده څپیړه بللې ده.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i87506
captcha