IQNA

د بغداد په شین زون درې توغندي ولګیدل

22:17 - January 26, 2020
د خبر لمبر: 3482730
نړیواله ډله: د عراق امنیتي سرچینو د بغداد د شین زون په کاتیوشا سیمه د دریو توغندیو لګیدو خبر ورکړ.

د ایکنا راپور له مخې، له سومریه نیوز څخه په نقل، د عراق امنیتي سرچینو خبر ورکړ: نن ماښام(یکشنبه) د مرکزي بغداد د شین زون په کاتیوشا سیمې درې توغندي لګیدلې دي.
دغه امنیتي سرچینې چې نوم یې پټ ساتلی سومریه نیوز ته وویل: تراوسه د دغه پیښې د تاوانونو او تلفاتو د شمیر پته نشته.
د بغداد شین زون سیمه، د بغداد د ښار په مرکز کښې چې تقریبا تر لس کیلومیټر مربع پورې په کرخ محله کښې واقع ده چې د عراق د حکومت مهم ادارې او حکومتي مرکزونه، د انګلیس ا امریکا سفارت او په عراق کښې میشته د څو ملتونو ځواکونو اډي هم په دغه سیمه کښې دي.
د دغه شین زون سیمې شاوخوا دیوالونه تاو شوي او زغره وال ګاډي ترې پام کوي.
دغه سیمه تر اوسه هیڅکله د کاتیوشا توغندیو هدف نه وو ګرځیدلې.
https://iqna.ir/fa/news/3874416/

captcha