IQNA

طالبان: د امریکایانو یوه جنګي الوتکه مو نسکوره کړه

20:53 - January 27, 2020
د خبر لمبر: 3482733
نړیواله ډله: د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې نن یې د افغانستان په غزني ولایت کښې د امریکا یوه جنګي الوتکه نسکوره کړې ده.
د ایکنا راپور له مخې، له آسوشیتدپرس څخه په نقل، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایې: په غزني کښې یوه الوتکه مو نسکوره کړه او یو شمیر زیات امریکایان په دغه پیښه کښې مړه شوي دي.
د افغانستان په دغه سیمه کښې طالبان زړور شتون لري.
د افغانستان یو خبریال وایې، دغه الوتکه د امریکا د اډې په لس کلومیټره شاوخوا سیمه کښې نسکوره شوې ده.
د امریکا پوځ تراوسه د دغه الوتکې او په هغې کښې د مړو په هکله خبر تائید کړی نه دی، خو اعلان یې کړې چې د دغې پیښې په اړه څیړنه کوي.
د امریکا د یو پوځي پر اساس، تراوسه معلومه شوې نه ده چې دغه الوتکه د کوم هیواد او بنسټ وه.
له دې مخکې ځینو خبري سرچینو په غزني کښې د افغانستان د آریانای شرکت یوې الوتکې د نسکوریدو خبر ورکړې و، خو چارواکو دا پیښه روغ ګڼلې وه.
د خبري سرچینو د راپور پر اساس، د دغې الوتکې ۸۳ سواره کسان په مځکه باندې د نسکوریدو وروستو مړه او په کامله توګه سوځیدلې دي.
https://iqna.ir/fa/news/3874679
captcha