IQNA

د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها د شهادت د کلیزې په مناسبت

20:00 - January 29, 2020
د خبر لمبر: 3482740
د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها د شهادت د کلیزې په مناسبت د پیغمبر اکرم د اهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو ته تسلیّت وړاندې کوو

د یولسم هجری قمری کال د جمادی الثانی په دریمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر ګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها له نړۍ سترګې پټې کړې، په داسې حال کې چې ډیر زیات تل پاتې ارزښتونه ئې پریښودل.
حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها یوه داسې لویه میرمن ده چې یاد او سیرت به ئې تر ابد پورې د حق غواړو لپاره رڼا وي. حضرت فاطمه بی بی له اتلسو کلونو زیات عمر ونکړ خو د هر اړخیزو فضایلو ډک یو انسان ؤ. دغه لویه بی بی د هستۍ او خالق داسې درک ته رسیدلې وه چې وتوانیده په لوړې لاره کښې د نیکمرغۍ د ژوند معیار او بیلګه شي. د پروردګار معرفت د هغې له وجود سره بشپړ څرګند ؤ په دې توګه چې په ژوند کې ئې له هغه او د هغه له رضا پرته په بل څه فکر نه کاوه. پیغمبر اکرم د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها په دغه ریښتني عشق ګواهي ورکوي او خپل یوه صحابی او ملګری ته فرمائي : ائ سلمان، خداي پاک د فاطمه ټول وجود، زړه او روح له داسې ایمانه ډک جوړ کړی چې هغې د خداوند متعال د بندګۍ او اطاعت لپاره ځان له هرڅه آزاد کړی او خپل ټول وجود ئې د خداي تعالی د عبادت او اطاعت ته وقف کړی دی.

captcha