IQNA

د پيړۍ معامله په ماتې محکومه ده

21:43 - January 29, 2020
د خبر لمبر: 3482743
نړیواله ډله: د پيړۍدمعاملې امریکائي پلان په اساس،قدس شریف وحشي صهیونیسټي رژيم ته سپارل کیږي،په نورو هیوادون کې دیره فلسطیني کډوال به نور دبیرته ستنیدا حق ونه لري او فلسطین به یوازې په غزې تړانګې ، لویدیځي غاړې کې په پاتې برخو مالکیّت ولري.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل،  د عراق ستر دیني مرجع آیت ا.. .سیستاني  دفتر بیګا دیوې اعلامیې په صادرولو سره  د پيړۍ معاملې نومې امریکائي پلان  محکوم کړی او وئيلی ئې دي،دغه پلان  په درستې نړۍ کې د سلګونو میلیونو مسلمانانو احساسات راپارولي دي .
د عراق د ملی حکمت غورځنګ رهب رسید عمار حکیم هم په دې باب وئيلي دي د پيړۍ معامله  د نړیوالې سولې اوثبات په ضد یوه خطرناکه دسیسه ده  او  ملګری ملتونه ،امنیت شورا، اسلامی ملګرتیا موسسه او عربی اتحادیه او نوره نړیوالې ادارې دې  د پيړۍ د معاملې  په محکومیّت کې تاریخي  او اوڅاره دریځ غوره کړي .
دا په داسې حال کې دي چې د عربی اتحادئې عمومی منشي او همداراز د قطر  خارجه وزارت هم د پيړۍ د معاملې امریکائی پلان په باب وئيلي دي ، دپيړۍ معامله د یوه خپلواکه او  حاکمیّت لرونکي فلسطیني هیوادد جوړیدا پشمول  د فلسطینیانو دحقوقو له ساتنې پرته  سوله هیڅکله هم امکان نه لري  او باید فلسطینیان خپل مورني ټاټوبی ته بیرته ستنه شي او دخپلې خاورې څښتن شي .
د پيړۍدمعاملې امریکائي پلان په اساس،قدس شریف وحشي صهیونیسټي رژيم ته سپارل کیږي،په نورو هیوادون کې دیره فلسطیني کډوال  به نور دبیرته ستنیدا حق ونه لري  او فلسطین  به یوازې په غزې تړانګې ، لویدیځي غاړې  کې په پاتې برخو مالکیّت ولري.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i87603
captcha