IQNA

طالبانو د پېړۍ معامله نومې امريکائي پلان وغندۀ

8:54 - January 30, 2020
د خبر لمبر: 3482744
نړیواله ډله: طالبانو د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د پېړۍ معامله نومې نوې طرحه غندلې او دا يې د فلسطين پر خلاف ستر خيانت او تېرے بللی دے.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د افغان رسنيو له مخې طالبانو له رسمي ادرسه په خپره شوې اعلاميه کښې راغلي، د شرقي بیت المقدس، اردن غاړې او فلسطيني ځمکو د اسرائيلو ابادۍ تېری او اشغال دی.اعلاميه زياتوي، چې بیت المقدس د مسلمانانو وړومبنۍ قبله او د فلسطين د خلقو ملکيت دے او د هېڅ ډول معاملې وړ نه دے.
طالبانو د فلسطين په اړه د ټرمپ دا پرېکړه د فلسطينيانو په خلاف دسيسه او احمقانه پلان بللی او د نړۍ له مسلمانانو يې غوښتي، چې د امريکې د دې طرحې د مخنيوي او مخالفت لپاره غږ پورته کړي.
اعلاميه زياتوي، چې دوی د فلسطيني ولس تر شا ولاړ دي او له اسلامي کنفرانس څخه يې غوښتي، چې د مسلمان امت پر دې حساسه موضوع خپل مکلفيت ادا کړي.
د اعلاميې په آخر کښې راغلي، چې دا ډول پرېکړې به منځني ختيځ کښې جګړې ته لمن ووهي او شته ستونزې به نورې هم زياتې کړي.
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i87615
captcha