IQNA

قدس او فلسطین سره خیانت،اسلام سره خیانت دی

22:02 - February 01, 2020
د خبر لمبر: 3482752
د یمن د لکونو خلکو له مظاهرو وروسته په پایزې اعلامیې کې له فلسطینی ملت ،ټاټوبی او د هغوي له سپيڅلیتاؤ خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو له ویبپاڼې څخه په نقل، د یمن په صنعا او صعده کې په لکونو مظاهره چیانو د خپلو چغو په پاي کې په  اعلامیې کې همدرااز د وحشي او غاصب صهیونیسټي رژيم  په وړاندې د فلسطین له مظلوم ملته ئې د درست اسلامی امت  په یوه خوله د  ملاتړ او جدي ګام پورته کولو غوښتنه هم کړې ده .
په دغو دستورو کې د یمن د لوړې سیاسی کمیټې مشر محمد علی الحوثي  پخپلې وینا کې وئيلي ،  دیمن  ولس  به  د فلسطین له  آئيدا  خپل ملاتړ ته  دوام ورکړي او د پيړۍ دمعاملې رسوائي  به نړۍ ته وروښئ .  هغه وئيلی  هغه کسان چې  د  پيړۍ له معاملې سره   مخالفت نشي کولی ،  د جنګیدو او دخپلو ملتونو د ساتلو  توانمنۍ هم نه لري  .
وروستي راپورنه ښئ چې  د انګلستان دپارلیمان  یو سل درې دیرشو استازو  هم  دپيړۍ دمعاملې  له پلان سره په مخالفت کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر  انګریز لومړي وزیر بوریس جانسن غږ کړی ،د پيړۍ د معاملې امریکائي پلان دې رد کړي ، ځکه دغه پلان د نړیوالو قوانینو   او د فلسطین د ملت  حقوقو ته  د ګوزار ورکول دي .
راپورونه ښئ چې د پيړۍ دمعاملې د پلان په ضد د پاکستان  په لسګونو ښارونوکې  هم پرون له جمعې لمانځه وروسته سترې مظاهرې شوي او  د فلسطین له ولس او  ټاټوبي سره خپل ملاتړ  او پيوستون اعلان کړی دی.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i87655
captcha