IQNA

په هند کښې د اسلامي فیشن او جامو نندارتون

21:24 - February 02, 2020
د خبر لمبر: 3482755
نړیواله ډله: د حجاب د نړیوالې ورځې په مناسبت، د هند په حیدر آباد ښار کښې د بیلابیلو کالواو سکارفونو ننداتون ترسره شو.

د ایکنا راپور له مخې، د سیاست ورځپاڼې له ویبپاڼې څخه په نقل، د حجاب نړیواله ورځ هر کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه ترسره کېږي.
په دغه مناسبت، تیره ورځ د هند په حیدرآباد کښې د کالو او سکارفونو یو نندارتون د حجاب او اسلامي جامو په نوم د مسلمانانو ځوانانو او نجلیو په شتون سره د انګلیس د IDH شرکت د حیدرآباد برخې لخوا چې په لندن کښې د اسلامي ژوند طریقې په نوم د جامو جوړلو شرکت دی، ترسره کړو.
په دغه نندارتون کښې ګډون کوونکو، خپله خوښه او مینه له اسلامي جامو او حجاب سره څرګنده کړه.
د دې برڼد اصلي مرکز په لندن کښې دې، او په عربستان، امارات، مصر، کویت، فلسطین، اردن او جنوبي آفریقا هیوادونو کښې فعالیت لري.
https://iqna.ir/fa/news/3875882

captcha