IQNA

د بخښې نړیوال سازمان په عربستان کښې د ترهګر په نوم د خپلو مخالفانو په محاکمې نیوکه وکړه

10:50 - February 07, 2020
د خبر لمبر: 3482768
نړیواله ډله: د بخښنې نړیواله سازمان له سعودي رژيم څخه غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ سره د مقابلې په بانې په دغه هیواد کښې د بشري حقوقو مدافعینو او نیوکه کوونکو محاکمه ترپایې ورسوي او عقیدتي بندیان زر تر زره خوشې کړي.

د ایکنا راپور له مخې، د لندن چاپ له القدس العري ورځپاڼې څخه په نقل، د بخښنې نړیوال سازمان خبر ورکړ چې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې ۹۵ کسان د سیایبري جرمونو او په سعودي رژيم نیوکه کوونکې عالمان، لیکوالان او خبریالان له ترهګرو سره د مقابلې په بانې وژلي او محاکمه کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان د سیمه ایزه دفتر مشر هبه مرایف په شمالي آفریکا او مینځني ختیځ کښې، دې ته په اشارې سره چې له ۲۰۰۸ کال څخه رژیم سعودي ځانګړي محاکمه له ترهګر سره تړلې مسئلو د حل لپاره جوړه کړې وه. وویل: عربستان له دغه محاکمې د یو اوزار په توګه د خپلو مخالفانو زورولو او چپولو لپاره او له ترهګرۍ سره د مقابلې په بانې ترې سوء استفاده کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان به اخیره کښې د سعودي له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې عقیدتي بندیان زر تر زره او بې له هیڅ شرطه خوشې کړي او په دغه هیواد کښې دغه محاکمه بنده کړي.
https://iqna.ir/fa/news/3876967/

captcha