IQNA

د انتخاباتو زر تر زره ترسره کولو او د امنیت ساتلو باندې د حضرت آیت الله سیستاني ټینګار

11:07 - February 08, 2020
د خبر لمبر: 3482772
نړیواله ډله: آبت الله سیستاني په عراق کښې د مظاهرو کونکو حفاظت او امنیت په اړه له امنیتي ځواکونو په خپلو وظیفو عمل کولو او د انتخاباتو زر تر زره ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، له سومریه نیوز څخه په نقل، د عراق دیني مرجعیت حضرت آیت الله سید علي سیستاني په یوه بیانیه کښې چې د کربلا د جمعې په لمانځه کښې د هغوي د استازې لخوا وړاندې شوه په تیره اونۍ کښې رامینځته شوي پیښو په اړه دوو ټکو ته اشاره وکړه.
لومړۍ دا چې د عراق دغه دیني مرجعیت ټنګار وکړ، چې په عراق کښې د اصلاحاتو غوښتونکې هغه کسان دي چې سوله یزه مظاهرې ترسره کوي او له تاوتریخوالي ډډه کوي. هغوي همداشان د عراق له امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د مظاهرو کونکو حفاظت تأمین کړي.
آیت الله سیستاني له هر ګوند لخوا په مظاهره کوونکو هر ډول برید وغندلو او ټینګار یې وکړ چې نوې حکومت باید د خلکو اعتماد جلب کړي او د عراق حالات آرام کړي او د دغه هیواد چارې په خپل لاس کښې واخلي.
هغوي په اخیره کښې بې د بهرنیو د لاسوهنې د انتخاباتو زر تر زره ترسره کولو باندې ټنګار وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/3877123
بچوې: ایکنا
captcha