IQNA

په ۲۰۵۰ کال کښې د اسلامي نړۍ راتلونکي لرلید په اړه د آیسیسکو څیړنه

8:57 - February 20, 2020
د خبر لمبر: 3482818
تهران (ایکنا) ــ د آیسسکو ادارې مشر په ۲۰۵۰ کال کښې د اسلامي نړۍ راتونکي لرلید په اړه د څیړنو د پيل خبر ورکړ او د اسلامي نړۍ له ټولو څیړونکو ته یې بلنه ورکړه چې خپل نظرونه دې ادارې ته وړاندې کړي.

له یونا څخه په نقل، د آیسسکو کلتوري او علمي ښودو او اسلامي سازمان مشر سالم بن محمد المالک د ایسسکو د لرلید د طرحې ترسره کولو خبر ورکړ او وې ویل: دا طرحه به ډیر زر د آیسسکو لرلید په زمینه کښې ځوانانو لپاره د ښودو دورې او څیړنې ترسره کولو او دوي ته تحصیلي بورسونه وړاندې کولو سره خپل کار پیل کړي او د دې کال ترپایې به خپل کار ختم کړي.
المالک چې د اسلامي نړۍ د راروانې ورځ دویمې ناستې د پایې په مراسمو کښې یې خبرې کولې، د آیسسکو په سیاستو کښې بدلون ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دې ادارې په نورې سیاست کښې څو شمیره لرلید شتون لري او له ټولو پوهانو غوښتنه کوو چې خپل وړاندیزونه او فکرونه مونږ ته وړاندې کړي.
هغه څرګنده کړه: د ایسسکو اداره به د وړاندیزونو او فکرونو وړاندې کولو کښې او د راروان وخت د چارو په زمینه کښې تخصصي رول ولري او د ټولې نړۍ د مسلمانانو کارپوهانو لپاره به یو کور وي.
د آیسسکو مشر په اخیر کښې له ټولو کسانو نه په مننې سره چې د آیسسکو ټیم په بریالۍ کښې مرسته کړې وه ټنیګار وکړ: دا سازمان غواړې د اسلامي نړۍ د راتلونکې وخت او د بدلونونو په اړه یو کلیزه غونډې سربیره نورې ناستې ولري. لکه راروان شغلونه ناسته چې د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشته کښې ترسره کېږي.
3879932

captcha