IQNA

د امریکایې ائتلاف په خلاف د عراق د خلکو شکایت

10:01 - February 20, 2020
د خبر لمبر: 3482821
تهران (ایکنا) ــ د بشري حقوقو د کمشنرۍ يو غړي د امریکایي ائتلاف په خلاف د عراق د خلکو ۹۲۶ مورد ثبت کولو خبر ورکړ.

له شفق نیوز څخه په نقل، د بشري حقوقو د کمشنرۍ غړي علي البیاتي خبر ورکړ چې تراوسه د امریکایې ائتلاف چې په هوایې بریدونو کښې تر ۹۶۲ پروې کسان وژلې شوي د دغه ائتلاف په خلاف چې د «داعش په خلاف ائتلاف»نوم لري او د امریکې د څارنې لاندې کار کوي، عراقي حکومت ته شکایت وړاندې کړی.
البیاني وویل: هغه کسان چې عراقي حکومت ته یې د امریکایې ائتلاف په خلاف شکایت کړی، زیات تر له الانبار، نینوا او کرکوک ولایتونو څخه دي. خو په دې حال بیا هم باور لرم چې ډیرو قربیانیانو تراوسه د دغه ائتلاف په خلاف هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی.
د امریکا ائتلاف څه موده مخکې ادعا کړې وه چې د عراق او سوري غیر پوځي تقریبا ۱۳۷۰کسان د ترهګرو په خلاف بریدونو کښې وژلې شوي دي. دا په داسې حال کښې دي چې نړیواله راپورونه د دغه ائتلاف د بریدونو له امله په دغه دواړو هیوادونو کښې د وژونکو شمیر تر ۱۱۸۰۰ او ۸۰۰۰ ټپیانو پورې ښایي.
3880048

captcha