IQNA

د حشد الشعبي لخوا د داعش د یو مشر نیول

23:56 - February 22, 2020
د خبر لمبر: 3482822
تهران(ایکنا) - حشد الشعبي خبر ورکړ چې له عراق څخه بهر د داعش پلان کونکې یې نیولی دی.

له سومریه نیوز څخه په نقل، حشد الشعبي په یو بیانیه کښې خبر ورکړ چې د دې ډلې نینوا عملیاتو قوماندان په عملیاتو کښې د داعش یو مشر له عراق څخه بهر نیولی دی.
په دغه بیانیه کښې راغلې: دا امنیتي عملیات له موصل ښار په دننیو اطلاعاتو پر اساس ترسره شوي وو.
په تیرو نیږدو کلونو کښې، حشد الشعبي په عراق کښې د داعش په خلاف مقابلو کښې فعال رول درلودلی دی. د حشد الشعبي مشر شهید ابو مهدي المهندس د سردار سلیماني سره سم له دغه هیواد څخه د داعش په روکولو کښې مهم رول درلودلو.
د عراق حزب الله، د ابومهدي المهندس په ځای د عراق حشد الشعبي ادارې د مشر ځای ناستې په توګه د ابوفدک المحمداوي ټاکلو په اړه یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې له دې ادارې او نوي مرستیال سره د داعش د مقابلې لپاره د ملاتړ ضرورت لري.

3880712

captcha