IQNA

د کرونا سره د مقابلې لپاره په نجف کښې د حضرت علي علیه السلام د حرم زیارت بندول

15:25 - February 25, 2020
د خبر لمبر: 3482831
تهران(ایکنا) - د عراق محلي سرچینو، د کورونا له ویروس سره مقابلې لپاره په نجف کښې د حضرت علي علیه السلام د حرم زیارت بندولو خبر ورکړ.

له براثا څخه په نقل، د عراق یوې محلي سرچینې خبر وکړ چې په نجف کښې د کورونا په ویروس باندې د یو کس د ککړېدو وروستو د حضرت علي علیه السلام حرم د زیارت لپاره بند کړ.
دې محلي سرچیني ټینګار وکړ: د امام علي علیه السلام د حرم دروازې له کرونا سره د مقابلې لپاره بندې شوي دي.
د نجف اشرف د روزنې او تعلیم وزارت هم د کورونا په ویروس باندې د یو کس د ککړېدو د خبر وروستو د محصلانو امتحانات تر بلې اطلاع پورې د ځنډولو اعلان وکړ.
3881216

captcha