IQNA

چین دکروناویروس د کنټرول لپاره خوراکی واکسین جوړوي

0:34 - February 27, 2020
د خبر لمبر: 3482835
تهران (ایکنا) - د وروستیو راپورونو په اساس په چین کې په کرونا ویروس د ککړتیا له امله د مړو شمیر دوه زره اوه سوه پنځلس کسانو ته رسیدلی دی .

د چین د روغتیائي چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ،په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې او د خوراکي واکسنو په جوړونې پسې د کابو درو زرو کسانو په درملنې سره ، په چین کې د کرونا ناروغۍ دبشپړ کنټرولولو لپاره هیلې لازیاتې شوي دي .
کرونا ویروس چې د تیر دسمبر په وروستیو کې د لومړي ځل لپاره د چین په هوبئ صوبې کې په ووهان ښار کې لیدل شوي ، ددغه هیواد پر دیرشو صوبو سربیره ،د نړۍ څه دپاسه شپږ دیرشو هیوادونو ته هم غزیدلی دی .
د وروستیو راپورونو په اساس په چین کې په کرونا ویروس د ککړتیا له امله د مړو شمیر دوه زره اوه سوه پنځلس کسانو ته رسیدلی دی.

تهران پښتو راډیو

captcha